د غور ولایت د روغتیايي مرکزونو آمرينو لپاره د (IMNCI) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ټريننګ تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۲
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس شیخ عبدالواحد حماس، په دغه ولايت کې د باران مؤسسې د دفتر رئیس ډاکتر محمد بارک او یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د غور د عامې روغتیا رئیس د روغتيايي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او دا ډول روزنيز پروګرامونه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د خلکو لپاره د خدماتو وړاندې کولو په ښه والي کې یو مهم او اغېزمن ګام وباله.

هغه د غور ولایت اقتصادي وضعیت او ځانګړو چاپیریالي شرایطو ته په اشاره وویل، چې ګڼ شمېر هېوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خصوصي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، له همدې امله د خلکو غوښتنه او هیله له دولتي روغتیايي مرکزونو څخه ډېره لوړه ده او د معیاري خدماتو وړاندې کول د روغتيايي کارکوونکو لپاره یو اساسي مسئولیت ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

یک باب لابراتوار مجهز برای تشخیص بیماری های ملاریا  در شفاخانه حوزوی بلخ فعال شد

این لابراتوار به شکل مجهز و معیاری با حمایت ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، برای تشخیص بیماری های ملاریا در شفاخانه حوزوی بلخ فعال گردید که گام مهمی در راستای تشخیص دقیق و به‌موقع بیماری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۸
Background image

امضای قرارداد ۱۱۸ هزار دالری برای تقویت و گسترش خدمات صحی در ولایت فراه

وزارت صحت عامه با هدف تقویت و گسترش خدمات صحی برای باشندگان ولایت فراه، با مؤسسه Relief International قرارداد به ارزش (۱۱۸,۰۷۹) یکصد و هجده هزار و هفتاد و نه دالر به امضا رسانید.

این. . .

BACK TO NEWS