د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۰۳ /۰۹ / ۱۴۰۳نېټې څخه تر ۱۵ / ۰۹/ ۱۴۰۳ پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، خوست ولایت ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات چې عبارت دې له:

-           ۳۵۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

- ۷۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

-           د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په خوست ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص!

قابل توجه کاندیدان محترم امتحان ترینری برنامه اکمال تخصص:

قرار است امتحان ترینری 1405 ه ش برنامه اکمال تخصص به همکاری اداره محترم ملی امتحانات اخذ گردد، بناً متخصصین محترم که جهت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۳۱
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص وزارت صحت‌عامه!

موضوع: قابل توجه آنعده از داکترانی که در امتحان ترینری سال ۱۴۰۴ هجری شمسی موفق شده ‌اند.

به اطلاع آنعده از داکتر صاحبانی که در امتحان ترینری موفق گردیده‌اند رسانیده می‌شود که، اسناد . . .

Back to announcements