د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند (د معلولیت او بازتوانۍ پروژې اړوند ارتوپیدي او فزیوتراپي مصرفي موادو  چمتو کول او تدارک پروژه د ۱۴۰۵  مالي کال لپاره چې د پېژندنې شمېره یی  (MOPH/1405/NCB/G-2134) ده.

(حمید مشواڼي تجارتي ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (31977) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (حاجي خدا رحیم مارکیټ مرکز مزار شریف ) کې دی. چې د تړون بیه (16,731,182) شپاړس میلیونه اووه سوه یو دېرش زره یو سل دوه اتیاه  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.