د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د اروپايي ټولنې او ناروی هېواد له استازو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۰:۴۲
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د اروپايي ټولنې او ناروی هېواد له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتيايي خدماتو د کيفيت ښه والی په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو زياتوالى او د پوليو ويروس له منځه وړل يې له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

ښاغلي وزیر اروپايي ټولنه او ناروی هېواد د روغتیا په برخه کې د افغانستان مهم همکاران وبلل او د دوۍ له همکاریو یې قدردانی وکړ.

ښاغلي وزیر همداراز وویل د هېواد په هره ولسوالۍ کې د روغتون جوړول او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې روغتیايي سکتور یوه غیر سیاسي اداره ده ، زموږ موخه د ناروغانو درملنه او د روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.

د اروپايي ټولنې استازي د روغتيايي خدماتو د ښه والي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاينه او قدردانی وکړ او ويې ويل: ( موږ پوهېږو چې د عامې روغتيا وزارت په دې دوو کلونو کې له سترو ننګونو سره مخ وو؛ خو تاسې دغه وضعیت  په ډېر ښه ډول مدیریت کړ، د اروپايي ټولنې مرستې له افغانستان سره دوام لري او موږ دوامداره همکارۍ ته ژمن یو.)

همداراز د ناروې استازي له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ناروی هېواد له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

یک باب لابراتوار مجهز برای تشخیص بیماری های ملاریا  در شفاخانه حوزوی بلخ فعال شد

این لابراتوار به شکل مجهز و معیاری با حمایت ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، برای تشخیص بیماری های ملاریا در شفاخانه حوزوی بلخ فعال گردید که گام مهمی در راستای تشخیص دقیق و به‌موقع بیماری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۸
Background image

امضای قرارداد ۱۱۸ هزار دالری برای تقویت و گسترش خدمات صحی در ولایت فراه

وزارت صحت عامه با هدف تقویت و گسترش خدمات صحی برای باشندگان ولایت فراه، با مؤسسه Relief International قرارداد به ارزش (۱۱۸,۰۷۹) یکصد و هجده هزار و هفتاد و نه دالر به امضا رسانید.

این. . .

BACK TO NEWS