خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ ل کال د تلې (میزان) میاشتې له ۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې کندز ولایت ته استول کېږي او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ به بې‌وزلو او اړمنو هېوادوالو ته په وړیا توګه د سترګو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د دغه ټیم له لوري به لاندې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي:

* د ۱۱۰۰ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عملیات

* د ۸۰۰ تنو لپاره د مطالعې عینکو وېش

* د ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه، چې په کندز ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ وي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د کندز عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) برخې لپاره یو شمېر مسلکي بستونه د NTA معاشاتو د نورم مطابق اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV)  د ۱۴ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

Back to announcements