د اففانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان ( CPSP; college Physician & surgen) له مسٶولينو سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
داکتر قلندر عباد سرپرست وزارت صحت عامه افغانستان و هیأت همراهش

په دې ليدنه کې د روغتيا سکتور د بيلابيلو برخو د پياوړتيا برسيره په افغانستات کې د تخصص پروګرام د کيفيت د لوړولو او معياري کولو په هکله بحث وشو، دواړه خواوې دې پايلې ته ورسيدل ترڅو په افغانستان کې ( CPSP) د تخصص برنامې پيل او هغه ډاکټران چې دعامې روغتيا د اکمال تخصص معيار سره برابر دي، دې برنامې ته جذب او شامل شي.د يادونې وړ ده هغه داوطلبان چې په دې پروګرام (CPSP) کې بريالي کيږي په نږدې راتلونکي کي به خپل تخصص دوره په انګلستان، آيرلند، سعودي عربستان او نيپال هيوادونو کي بشپړوي.

د عامې روغتيا وزارت خپل ليدلوري او پاليسۍ پر بنسټ دخپلو کارمندانو د ظرفيت لوړولو ته ژمن دي او هوډ لري چې ورته د تخصص نورې برنامې په نورو هيوادونو کې پيل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS