د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې د طب بېلابېلو څانګو د هېواد له ټولو برخو څخه شاوخوا ۴۹۰۰ تنو ګډون کړئ وؤ.

دغه آزموینه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د آزموینو ملي ادارې سرپرست ښاغلی عبدالقدیر خموش، په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر زلمی زابلی، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر یارباز خان حميدي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه په شتون کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت نوماند، د دغې آزموینې لړۍ له نږدې و څارله او د آزموینې له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.

ډاکټر عثماني د روغتیايي کارکوونکو او د آزموینې ملي ادارې له مسؤلینو څخه چې له څو ورځو را په دېخوا د پوښتنو چمتو کولو په پار په قرنظین کې وؤ مننه وکړه او د آزموینې د ترسره کولو بهیر یې وستایي.

له بلې خوا، د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبد القدیر قدی د دغې آزموینې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ازموینې د پروسې څرنګوالی یې وارزؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۴۹۰۰ نوماندانو څخه به ۴۲۸ تنه د یوې شفافې پروسې تر بشپړولو وروسته د طب په بېلابېلو څانګو کې جذب شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۳:۳۰
Background image

د خصوصي سکتور څخه نظارت

د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز پل علم ښار له یو شمېر خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو.


د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۳:۲۸
Background image

د خصوصي سکتور څخه نظارت

د جوزجان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري له ګڼ شمېر خصوصي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو شمېرلابراتوارونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۱۸
Background image

په غزني ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د قره باغ ولسوالۍ له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو،چې په پایله کې یې څلور کلینیکونه، ۱۸ لابراتوارونه. . .

BACK TO NEWS