د تدارکاتي پروژو په اړه د سروې بلنه

rasooli_admin
moph

محترمو شرکتونو ته !

اسلام علیکم ورحمة‌الله وبرکاته

په درناوي سره، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست لخوا یوه لنډه سروې په لاره اچول شوې ده چې هدف‌یې دادی، چې تر څو وپوهېږو چې خصوصي او دولتي سکتور ولې د عامې روغتیا وزارت پروژو کې برخه نه‌اخلي یا هم ولې برخه اخلي، او څه ډول اصلاحات اړین دي.

ستاسو ګډون، د تدارکاتو پروسو شفافیت او مؤثریت په برخه کې په پراخه ډول مرسته کوي.

له همدې امله، هیله‌مند یو چې لاندې لینک باندې کلیک وکړئ او دا لنډه سروې (چې یوازې ۳-۵ دقیقې وخت نیسي) ډکه کړئ:

د سروې لینک:

[د ګوګل فارم لینک – https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSf9p_X_SN4HhcENkG4dD-QvadMK73VBOV3P9q_fCwPpnl7D5g/viewform

مهرباني وکړئ سروې د 1404/05/09 هـ ش نېټې پورې بشپړه کړئ.

ستاسو همکاري او نظریات زموږ لپاره ارزښتناک دي.

په درنښت

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

https://nexa.gov.af/fa/result/114/search 

د ازموينې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۶ هـ ش کال د تخصص برنامې شمولیت ازموینې د منابعو (ریفرنسونو) اعلان!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست د پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت د تخصص . . .

Back to announcements