د داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د اړتیا وړ MOPH/DDR/1403/NCB/G-002 شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکی د خوراکي موادو د پخولو لپاره د ابن سینا 1000 بستریز، جنګلک 450 بستریز، نوو ځوانانو100 بستریز، کوهدامن د نوکریوالانو 20 بستریز، پلچرخي 50 بستریز او د آغوش کمپ 100 بستریز روغتونونو د مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د 15/01/1403 نېټې، د چهار شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د وړاندیزونو د پرانیستلو خونې ته چې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې موقیعت لري وسپاري. ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي. د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (95,000) پنځه نوي زره افغانۍ دي.
او د وړاندیز د پرانیستې غونډه د ۱۵/۰۱/۱۴۰۳ د چهارشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت د څلورلارې تر څیرمه ، د عامه روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیستې په خونه کې تر سره شي.