د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۵۴
moph

د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست د روان کال د زمري میاشتې په ترڅ کې د خوړو خوندیتوب تأمین، د شرکتونو د فعالیتونو تنظیم او د کورنیو تولیداتو د سکتور پیاوړتیا په موخه د خوړو د خوندیتوب داخلي معیارونه ترتیب او د خوراکي توکو تاسیساتو ته د جواز ورکولو طرزالعمل نهایي کړ. همدارنګه، د خوړو د تولید شپږ فابریکې وارزول شوې، څارنه یې ترسره او د معیاري کولو او ستونزو حل په موخه يې لازم اقدامات ترسره شول.

د جواز ورکولو په برخه کې د خوراکي توکو د شرکتونو ثبت او ارزونې بهیر ښه شوی او د ۳۸ وارداتي شرکتونو لپاره د جواز ورکولو کمېټې پرېکړې ترتیب او د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. همدارنګه، په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولیدي فابریکو لپاره ۱۱ د فعالیت جوازونه صادر شوي او د خوراکي توکو د وارداتي شرکتونو لپاره له ۳۵ څخه زیات اجازه‌ ليکونه هم وېشل شوي دي.

د کیفیت کنټرول او بازار ته د عرضې په برخه کې، د شاوخوا ۳۰۱ ټنه خوراکي توکو د واردولو اړوند ۱۷ پروفورمې کتل شوي او ارزول شوي دي. همدارنګه، د ۴۰۶ ټنه په شاوخوا کې د ۷۴ بچ خوراکي توکو له لابراتواري پایلو او اړینو ارزونو وروسته بازار ته د عرضې اجازه ترلاسه کړې او د کیفیت د تثبیت په موخه ۲۹ بچ نمونې لابراتوار ته استول شوي دي. سربېره پر دې، ۴۲ بچ نورو خوراکي توکو څخه هم نمونې اخیستل شوي، د ازموینې او کیفیت د تثبیت لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.

همدارنګه، د بحراني شرایطو پر مهال د خوراکي توکو د اکمالاتي ځنځیر د کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره شوي او د تولیدي او وارداتي شرکتونو لپاره د قوانینو، طرزالعملونو او جواز ورکولو د بهیر په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه او د خوړو د خوندیتوب له تخنیکي کمېټې او نورو اړوندو برخو سره لازمې همغږۍ هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې

یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر. . .

BACK TO NEWS