د سرطان ناروغۍ سره دمبارزې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۹:۵۰
د سرطان ناروغۍ سره دمبارزې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

چهارشنبه 17 رجب المرجب 1444

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ د عامه پوهاوي د کچې لوړوالي او د سرطاني ناروغانو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د یوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین، ښاغلي مولوي حبیب الله اخندزاده یادې غونډې ته په وینا کې وویل: (د سرطان ناروغي یو له عمده ستونزو څخه ده چې په نړۍ کې ۴۴ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي، په ۲۰۲۰م کال کې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې ۱۹ میلیونه نوې د سرطان پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۰ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مړینې له هرو شپږو پېښو څخه یوه یې د سرطان ناروغۍ له امله ده.)

د عرضه خدماتو ښاغلي معین زیاته کړه چې، اوسمهال  د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې مراکز د جمهوریت روغتون په داخله او جراحۍ څانګه او همدارنګه دوه مرکزونه په بلخ او هرات ولایتونو کې فعال دي چې په ورځني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ناروغان دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې له یادو مراکزو څخه علاوه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم یاد مراکز جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS