د سید الف شاه غضنفر انستيتيوت د نوي تعلیمي کال پیل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۴:۵۵
د سید الف شاه غضنفر انستيتيوت د نوي تعلیمي کال پیل

چهارشنبه د حمل ٣ ـ ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د عامې روغتيا مطبوعاتى سلاکار ډاکتر حديدالله ذاکرى او د بېلابېلو څانګو استازو د نوي تعلیمي کال د پیل مراسم د پوهاند غضنفر په انستیتوت کې ترسره کړل

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس مولوى محمد داوود منصوري وویل: د اسلام ستر پیغمبر(ص) نارینه او ښځو ته د علومو د زده کړې په برخه کې ټینګار کړی چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت له فتحې وروسته ، زموږ د هیوادوالو لپاره دا فرصت مساعد شوى دی، او له خپلو زده کړيالانو څخه غوښتنه کوو چې د اسلامي شریعت لارښونو سره سم خپلو درسونو ته لا زیاته توجه او کوښښ وکړي.

همدارنګه ښاغلي منصوري د هېواد پرمختګ د هغه په ​​ښوونیز نظام پورې تړلی وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي او خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوي.

د دې غونډې په دوام کې د پوهاند غضنفر انستیتوت رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، د دغه انستیتوت استادانو او محصلینو په هېواد کې د ښوونې او روزنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او په پای کې یې د نیالګیو کینولو سره دا غونډه پاي ته ورسيده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS