د عامې روغتيا سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي د يو رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان هيواد ته د آغا خان روغتون او پوهنتون مسٶولينو په تفاهم سره يوه ګډه کميټه جوړه کړه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۸:۲۲
داکتر قلندر عباد سرپرست وزارت صحت عامه و هیئت همراه شان در ادامه سفر شان به پاکستان یک کمیته مشترک را در همکاری با مسوولان پوهنتون و شفاخانه آغاخان در بخش صحت ایجاد نموده است

د عامې روغتيا سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي ، روغتيا په برخه کې د ظرفيت لوړلو په موخه له ياد روغتون او پوهنتون سره يوه ګډه کميټه جوړه کړه ترڅو په لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال کې د راډيولوژۍ، سرطان، زړه ، انستېزي، ظرفيت جوړونه، د متخصص ډاکټرانو ليږد راليږد، عقلي او رواني، څيړنيز فعاليتونه، د مور او ماشوم روغتيا، خوارځواکۍ، قابلګۍ او نورو مهمو او اړينو برخو کې له افغانانو سره مرسته او د افغان محصلينو روزنه وکړي، د يادونې وړ ده چي د روغتيا وزير له افغان محصلينو سره هم وليدل او وى ويل: چې ستاسو شتون د روغتيا په ډګر کې يو اساسى ضرورت دي او دا تشه ستاسو په هلو ځلو ډکيداى شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS