د عامې روغتیا سرپرست وزیر په قطر کې د نړیوالو موسسو له استازو سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۶:۳۹
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په قطر کې د نړیوالو موسسو له استازو سره وکتل

پنجشنبه، د وری ۱۱مه ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د روغتیایی سیستم د لومړیتوبونو پر پیاوړتیا، د راتلونکو دوو کلونو لپاره د روغتیایی تمویل پروګرام او نورو روغتیایی مسایلو په اړه بحث وشو.

په دې کتنه کې د ډاکټرانو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه هم خبرې وشوې او د قطر دولت ژمنه وکړه چې د ډاکټرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخه کې به همکاري کوي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په قطر کې له یو شمېر متخصصو روغتونونو څخه د لیدنې په ترڅ کې خپل سفر ته دوام ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS