د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ختیځ او جنوب ختیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو حضوري او د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو انلاین ګډون کړی و، موخه يې د مرکز او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.

همدارنګه، په یاده غونډه کې ولايتي مسؤلينو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له مرکزي مسؤلینو سره شريکې او يو شمېر وړاندېزونه يې مطرح کړل او د مرکزي مسؤلینو له لوري ورته ځوابونه وړاندې، د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

همداراز، ښاغلي مرستیال له يو بل سره پر ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ولايتي مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتونو د روغتیا همغږۍ ریاست له لارې له مرکز سره په رسمي ډول شريکې کړي؛ څو ورته مناسبې حل لارې پيدا او پر وخت حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له. . .

BACK TO NEWS