د وینې ورکوونکو نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۳:۰
د وینې ورکوونکو نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه (2778)

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت رئیسانو، روغتیايي کارکوونکو او یو شمېر وینې ورکوونکو رضاکارو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک رئیس، ډاکټر محمد ناصر صادق د وینې ورکوونکي اتلان وګڼل او ویې ویل: ( د وینې ملي بانک په تېر یوه کاله کې ۱۰۷ مېلیونه ۸۴۱۰۰۰ زره سي سي وینه راټوله کړې، د یو مېلیون ۳۵۶ زره او ۷۸۵ کسانو د وینې ګروپ تعیین شوی او درې لکه ۱۶ زره او ۸۲۶ یونېټه وینه ناروغانو ته ورکړل شوې ده.)

نوموړي همداراز له ټولو وینې ورکوونکو مننه وکړه او ویې ویل، د وینې د ورکړې فکر باید عام شي او په دې برخه کې باید عامه پوهاوی ترسره شي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د جمهوریت روغتون رئیس او معالجوي طب سرپرست، ډاکټر امین الله معیني او د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، مولوي محمد قاسم حقاني د وینې د ورکړې پر اهمیت خبرې وکړې او له ټولو هېوادوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې د وینې په ورکړې سره د اړمنو ژوند و ژغوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

BACK TO NEWS