په تخار کې د ۳۵ لکه افغانیو په ارزښت یو شمېر روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۸
moph

يادې پروژې د تخار عامې روغتیا ریاست په هڅو او د آغاخان روغتیايي خدمتونو بنسټ (AKHS) په مالي لګښت د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ په جامع روغتیايي مرکز کې د ۳۵ لکه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د ولادي څانګې د نوې ودانۍ جوړول، لابراتوار او د وینې بانک ته د طبي تجهیزاتو برابرول، د روغتیايي مرکز د ودانۍ ترمیم او رنګول، د احاطې دېوال جوړول او یو شمېر نورې پراختیايي پروژې شاملې دي.

د تخار ولایت عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د آغاخان روغتیايي خدمتونو بنسټ له دوامدارې همکارۍ او پاملرنې څخه مننه وکړه او ویې ویل: د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د داسې بنسټیزو پروژو پلي کول د خوښۍ او ډاډ وړ دي.

همدارنګه، د آغاخان مؤسسې د روغتیايي خدمتونو مرکزي رئیس، ډاکټر اکرام‌الدین یوسفزي وویل: د ورسج ولسوالۍ په جامع روغتیايي مرکز کې د یادو پروژو پلي کول به د سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS