د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۰:۲۱
د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه روغتون د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د بیات بنسټ رئیس، ډاکټر احسان الله بیات او د مختلفو ادارو د استازو په شتون کې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي ددغه روغتون د جوړېدو له امله له ښاغلي بیات څخه مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل: دغه ودانۍ د ۲۹۶ مېلیونه افغانۍ په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړه شوې ده چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.

ښاغلي حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د ښاغلي بیات له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

همدارنګه د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو، معیاري روغتیايي خدماتو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مراکزو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د تعهد او ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي وزیر همداراز وویل: د مسلکي او متخصصو کسانو ګمارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والی د روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډمهاله او اوږدمهاله کړنلارو او ستراتېژیک پلانونو جوړول د روغتونونو ارتقاء له هغه مواردو څخه دي چې عملآ کار پرې جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي، دغه روغتون په عصري طبي وسایلو سمبال دی، چې د بیات بنسټ له لوري په څلورو پوړونو کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې جوړ شوی چې نن رسمآ پرانیستل شو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي برخو مسؤلینو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ جوړ شوی، په کې د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي څانګو مسؤلینو او استازو ګډون کړی او د خوړو خوندیتوب، د تولید غوره کړنلارو (GMP)، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د کابل د روغتونونو له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه او د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي، د کابل ښار نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون، ستوماتولوژۍ روغتون او مرکزي پولی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

BACK TO NEWS