د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
moph

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر نورو نادولتي مؤسسو (NGOs) د استازو په ګډون تر سره شوه، په ترڅ کې يې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوی سند د یوې پریزنټېشن له لارې تشریح او وړاندې شو.

همدارنګه، د تخنیکي کمېټو غړو او نورو ګډونوالو د ياد سند د لا ښه والي او بشپړولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک کړل.

د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د بېلابېلو ادارو له استازو څخه یوه تخنیکي کمېټه وټاکله؛ ترڅو د کمېټو د غړو له لوري وړاندې شوي وړاندیزونه او اصلاحات په سند کې شامل کړي او د یاد سند د نهایي کولو او راتلونکو اجراآتو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS