د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۲
د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

 دوشنبه، جوزا  ۱۶/ ۱۴۰۱
 د آغاخان بنسټ له خوا د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د تخار ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د آکسیجن توليد څانګه  پرانیستل شوه.
 د دغه ولایت صحي مسٶولين وايي، دغه دستګاه په ٢٤ ساعتنو کې د ۱۳ آکسیجن بالونونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي د تخار ولایتي روغتون او کوویډ ۱۹ روغتون ته د اړتیا وړ آکسيجن ورسوي.
 د آغاخان د دفتر مسوولینو دا هم وویل، چې د دې وسایلو د سم کارولو او ساتنې په موخه به ۴ روغتیايي کارکوونکي وروزي، څو وکولای شي د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغې دستګاه د فعالولو له امله د آغاخان بنسټ او اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې د آکسیجن نشتوالى د ناروغانو لپاره له جدي ستونزو څخه وو.
 دغه راز ډاکتر احمدي په تخار ولايت کې د آغاخان بنسټ له خوا د روغتيا په برخه کې ټولې پلې شوې پروژې مهمې وبللې او په دغه ولايت کې يې په اوږدمهال کې د دا ډول پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS