د خوړو او درملو معینیت د ۱۲۰ کارکوونکو لپاره د مجاز درملو د ملي نوملړ په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو ریاستونو ۱۲۰ تنو کارکوونکو ته «په برېښنايي تنظیمي پروسو کې د مجاز درملو له نوملړ څخه د ګټې اخیستنې» په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د مجاز درملو د ملي نوملړ کارونې برخه کې د همغږۍ رامنځته کول او د درملو د تنظیمي چارو ډیجیټلي پروسو پیاوړتیا ده.

د ياد پروګرام پرانیستې مراسمو کې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د درملو د تنظیم چارو کې د مجاز درملو ملي نوملړ د  اهمیت تر څنګ د دغه نوملړ پر اغېزمنې او شفافې کارونې ټینګار وکړ.

دغه روزنیز پروګرام چې د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ جوړ شوی، په ترڅ کې به يې ګډونوال د مجاز درملو له ملي نوملړ، له برېښنايي سیستم يې، موخو، جوړښت او په تنظیمي پروسو کې يې له کارونې سره آشنا شي او د دغه سیستم د عملي کارونې لارې چارې به زده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS