د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱ خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له کانټینونو څخه ساحوي سروې او ارزونې ترسره کړې.

د دغو څارنيزو فعالیتونو په پایله کې د خوړو ۴ تولیدي فابریکو فعالیتونه وڅېړل شول او یو شمېر غیرمعیاري لومړني توکي او تولیدات قرنطین شول. په دې ډله کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه وچ آلوبالو، لسګونه بوجۍ له نېټې تېر لومړني توکي، له ۲۸۰۰ څخه ډېرې د معدني اوبو او غیرالکولي مشروباتو بوتلونه شامل دي. همدارنګه، د مشکوکو توکو نمونې د کیفیت او خوندیتوب د تثبیت په موخه لابراتوار ته واستول شوې.

د ظرفیت لوړونې په برخه کې، د خوړو خوندیتوب په اړه د ښوونځیو ۷۲ تنو استادانو او د خوراکي توکو د تولیدي تأسیساتو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه هم ترسره شول.

سربېره پردې، د شګېلا (Shigella) باکتریا، ارسنیک او د افت‌ وژونکو د پاتې شونو خطرونو په اړه تخنیکي مطالعات ترسره شول. همدارنګه، د ساسیج، قهوې، آیسکریم، د ماشومانو د شیرینۍ، بسکویټو، کیک او یو شمېر نورو خوراکي توکو د معیارونو مسودې د تخنیکي کمېټو له لوري وڅېړل شوې او تأیید شوې.

د یادو فعالیتونو موخه د خوړو خوندیتوب معیارونو پیاوړتیا، د غیرمعیاري خوراکي توکو مخنیوی او د خلکو، په ځانګړي ډول د زده‌کوونکو، د روغتیا ساتنه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS