د عامې روغتيا وزير د اندراګاندي روغتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د اندراګاندي د ماشومانو درملنې تخصصي روغتون د زړه ناروغيو درملنې او جدي پاملرنو (ICU) څانګو له مسئولینو او متخصصینو سره د یادو څانګو د لا معیاري کېدو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی و، چې د ياد روغتون د زړه ناروغيو درملنې او جدي پاملرنو څانګو د وضعیت، شته امکاناتو، کاري بهیر او د دغو څانګو د لا معیاري کېدو په موخه د اقداماتو په تر سراوي بحث او خبرې وشوې.

دغه راز، د اندراګاندي روغتون مسئولینو او متخصصینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د عامې روغتيا وزير ورته امکاناتو ته په کتو د حل او پاملرنې ډاډ ورکړ.

ښاغلي وزير همداراز، د روغتون مسئولینو او متخصصینو ته لارښوونه وکړه، چې د زړه ناروغيو درملنې او ICU څانګو د خدمتونو کیفیت لوړولو، د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د ماشومانو د لا ښې درملنې په برخه کې خپلې هڅې لا زياتې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو په پايله کې ۲ خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

په کابل ښار کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست اړوند د خطر تحلیل، د خوړو سرویلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو له لوري د خوړو په موادو کې د خطر د تحلیل پر بنسټ، د کابل ښار په نهمه. . .

BACK TO NEWS