د ماشومانو د زړه جراحۍ پروژه
د پروژې نوم : دماشومانو د زړه جراحي د پروژې امریت
د پروژې کوډ شمیره : 370907
د پروژې مسؤل: د معالجوي طب لوی ریاست
د پروژې ادرس : کابل
د پروژې هدف :
- په هېواد کې د ماشومانو د زړه د ولادي او اکتسابي ناروغیو لپاره د معیاري جراحۍ خدمتونه برابرول.
- په هېواد کې د زړه د ناروغۍ له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمول.
- د هېواد دننه د ماشومانو د زړه جراحۍ ظرفیت لوړول.
- بهرنیو هېوادونو ته د زړه ناروغانو د استول اړتیا کمول .
- د نړیوالو معیارونو سره سم د ماشومانو د زړه د جراحۍ یو دوامداره او باکیفیته مرکز رامنځ ته کول.
- د ماشومانو د زړه د ناروغیو د تشخیص،درملنې او تعقیب لپاره یو منظم سیستم رامنځته کول.
- د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو دقیق ارقام معلومول.
د پوښښ لاندې واحدونو او څانګو شمېر
- انستیزی څانګه
- OPD څانګه
- IPD څانګه
- ICU څانګه
- د زړه د جراحي څانګه
نوښتونه
- په ای سی یو او عملیات خونو کې د اکسیجن رسولو سیستم برابرول .
- قلبي پروژې لپاره د سایټ جوړول
- قلبي پروژې اداري دفتر جوړول
- د پروژې لپاره د دیجیتل او انالوک تلیفون سیستم جوړول
- د قلبي پروژې د ښځینه پرسونل د ماشومانو لپاره د کودکستان ترتیب کول.
- د پروژې د اکمال لپاره له قطر هېواد سره جوړجاړی
- د پروژې د اکمال او ملاتړ لپاره د زنجیر امید مؤسسې سره جوجاړی
- قلبي پروژې ته له افغان اندونیزیا روغتون نه د دوه نویو وینټیلاټورونو انتقال
- د مسلکي پرسونل د ظرفیت لوړونې لپاره د خونې برابرول .
- د پروژې لپاره د لفټ برابرول .
د پروژې شالید یا پس منظر او د پروژې شرح
- د پروژې شالید یا پس منظر:
د زړه ناروغۍ، په ځانګړي ډول د ماشومانو مورزادي قلبي ناروغۍ، د ماشومانو د مړینې او معلولیت له مهمو لاملونو څخه دي. په افغانستان کې د تخصصي قلبي خدمتونو محدودیت، د پرمختللو طبي تجهیزاتو کمښت او د تجربه لرونکو متخصصینو نشتوالی د دې سبب شوی چې ګڼ شمېر ماشومان د درملنې له ستونزو سره مخ شي.
د زړه له ناروغیو سره زیږېدلي ماشومان که په مناسب وخت کې تشخیص او جراحي درملنه ترلاسه نه کړي، د ژوند له جدي خطرونو، د ودې له ستونزو او دایمي روغتیايي عوارضو سره مخ کېدای شي. پخوا ډېری کورنۍ اړ وې چې د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته مراجعه وکړي، چې دا چاره د ډېرو کورنیو لپاره د اقتصادي ستونزو له امله ممکنه نه وه.
له همدې اړتیا سره سم، ماشومانو د زړه جراحي پروژه په 1397 ه ش کال کې رامنځته شوه چې ماشومانو ته د زړه د تشخیص، درملنې او جراحي خدمات په هېواد دننه برابر کړي، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي او د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره دوامدار تخصصي خدمتونه وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې په یاده پروژه کې په 1399 هـ ش کال کې د یو ماشوم د زړه بریالی عملیات تر سره شو
د پروژې ځانګړې موخې:
- په هېواد کې د ماشومانو د زړه د ولادي او اکتسابي ناروغیو لپاره د معیاري جراحۍ خدمتونه برابرول.
- په هېواد کې د زړه د ناروغۍ له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمول.
- د هېواد دننه د ماشومانو د زړه جراحۍ ظرفیت لوړول.
- بهرنیو هېوادونو ته د زړه ناروغانو د استول اړتیا کمول .
- له نړیوالو معیارونو سره سم د ماشومانو د زړه د جراحۍ یو دوامداره او باکیفیته مرکز رامنځته کول.
- د ماشومانو د زړه د ناروغیو د تشخیص،درملنې او تعقیب لپاره یو منظم سیستم رامنځته کول.
- د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو دقیق ارقام معلومول.
د فعالیتونو چارچوب یا منظم جوړښت:
- هغه ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د هغو معلومول او ثبت کول.
- د هر ناروغ د زړه د ناروغۍ دقیق معلومول.
- د هر ناروغ لپاره د زړه جراحۍ یا عملیات لپاره یو منظم پلان جوړول.
- جراحي عملیاتونه ترسره کول.
- له عملیات وروسته هر ناروغ ته سمه پاملرنه.
- د ظرفیت لوړونې لپاره مسلکي کسانو ته د زړه په برخه کې سیمینارونو تر سره کول.
د پروژې عمومي پایله:
- د هېواد په کچه د ماشومانو د زړه ناروغیو کچه کمول.
- د ماشومانو لپاره د زړه جراحۍ تخصصي او معیاري خدماتو ته د لاسرسي زیاتول.
- په هېواد کې دننه د ماشومانو د زړه جراحۍ ظرفیت لوړول.
- په هېواد کې دننه د ماشومانو د زړه په برخه کې د تخصصي کادرونو وړتیا لوړول.
- په هېواد کې دننه د زړه په ناروغیو اخته ماشومانو معلومات او ثبت کیدل.
- د هېواد په کچه د زړه ناروغیو په اړه عامه پوهاوی.
- د ماشومانو د زړه د ناروغیو معیاري تشخیص او درملنه.
- د ماشومانو د زړه د ناروغیو د روغتیایي خدماتو د کیفیت او اغیزمنتیا لوړول.
- د ماشومانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه او د هغوی د راتلونکي روغتیایي وضیت ښه کول.
په 1404 مالي کال کې د پروژې لاسته راوړنې:
- 3041 په زړه ناروغۍ اخته ماشومانو ته ایکو کول
- 185 ماشومانو ته د زړه کامیابه عملیاتونه تر سره شوي
د 1405 مالي کال د پروژې د تمې وړ لاسته راوړنې :
- 5000 تر 10000 ماشومانو ته د ایکو کول
- 500 تر 1000 پورې د زړه ناروغه کسان بستر او عملیات شي.
- هرې څانګې ته په نوبت سره د ظرفیت لوړونې سیمینارونو برابرول.
- د کت لب پروژې بشپړول (تهیه او تدارک).
- د زړه په برخه کې روغتیایي خدماتو د پراخوالي په موخه د طبي تجهیزاتو او ملزمې تهیه او او تدارک.
د پروژې امر: ډاکټر عبدالعظیم کوثر
0093-790833550
تخنیکي مرستیال: ډاکټر محمد شفیق امین
0785907902