د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ راډیولوژي څانګې څخه ۱۴ تنه زده کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۴
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمدقاسم عادل، د یاد انسټېټیوټ آمرینو، د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د غضنفر روغتیایي علوموانسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل فارغو شویو زده کړیالانو ته د فراغت مبارکې وویله او له هفوی څخه یې وغوښتل، چې د طبابت اخلاق په عملي ډول پلي کړي او خپلې دندې په پوره اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤلیت له احساس سره سمې ترسره کړې.

نوموړي په روغتیايي برخه کې د فارغو شویو زده کړیالانو رول مهم وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیایي سیستم په ښه والي او پیاوړتیا کې خپل رول په پوره صداقت او اخلاص اداء کړې.

دغه راز، په دې مراسمو کې د راډیولوژي څانګې د ۴۵ مې دورې فارغانو ته د مسؤلینو او استادانو له لوري د فراغت تصدیق پاڼې وویشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ د مرکز سربېره په ۱۶ ولایتونو کې هم څانګې لري، چې په دولسو بېلابېلو روغتیایي برخو کې وړ او مسلکي کسان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د تکانه روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

یاد روغتیايي مرکز د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د (SCI) مؤسسې په مالي ملاتړ د نږدې ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

د استاد خلیل الله خلیلي عالي لېسې څه باندې ۱۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري ۱۶ تنو واکسیناتورانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۱۲ ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

په دغه روزنیز ټریننګ کې ګډونوالو د واکسیناسیون، د واکسینونو د ساتنې او خوندي ذخیره کولو، د واکسینونو د تطبیق، راپور ورکولو او د کتلوي معافیت پروګرام اړوندو نورو موضوعاتو په اړه نظري او. . .

BACK TO NEWS