د عامې روغتيا وزارت د شهیر روغتيايي شرکت د استازي سره د روغتيايي سياحت تفاهم ليک لاسلیک کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدين فیروز نن شنبه د روان کال د مرغومي په لمړۍ نېټه د شهير شرکت له استازي ښاغلي فرهاد لطیفي سره د روغتيايي سياحت تفاهم ليک لاسلیک کړ.

د دې تفاهم ليک پر بنسټ به شهیر شرکت هغه ناروغانو ته چې هند ته د درملنې په موخه د تلو تکل لري د هند د وېزې اسانتياوې برابروي ، په هند کې به یې هغه روغتونونو ته ورپېژني چې باکیفيته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د ژباړې اسانتيا به ورته برابروي او په هند کې د درملنې د شته امکاناتو په اړه به معلومات ورکوي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رياست لمړي مرستيال جلالتماب انجینر محمد خان د تفاهم ليک د لاسليکولو په مراسمو کې وينا وکړه او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ېې د عامې روغتيا وزارت هڅې وستاېلې. نوموړي همدارنګه په هند هېواد کې د درملنې په برخه کې د هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه دغه تفاهم ليک یو نیک ګام وباله او د یاد شرکت له مسؤلينو یې وغوښتل ترڅو د تفاهمليک له مخې هېوادوالو ته د روغتيايي سیاحت په برخه کې ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز دغه تفاهمليک د افغان ناروغانو لپاره په هند هېواد کې د درملنې په برخه کې د اسانتياو په برابرولو کې یو مهم ګام وباله او زياته ېې کړه: «ګڼ شمېر ناروغان چې هند ته د درملنې لپاره ځي د ژبې د نه پوهېدو، د ښو روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو په اړه د معلوماتو نه لرلو، د درملنې د مصارفو په اړه د نه پوهېدو او د ويزې اخستو له امله د راز راز ستونزو سره مخ کېږي. د عامې روغتيا وزارت د هېوادوالو د همدغه ستونزو د حل په موخه د شهیر شرکت سره د روغتیايي سياحت تفاهمليک لاسلیک کړ.»

د عامې روغتيا وزیر همدارنګه زیاته کړه چې د دې تفاهمليک په برکت به نه يواځې هېوادوالو ته د ښه درملنې اسانتيا برابره شي بلکه د دوی د زياتو او بې ځایه مصارفو مخه به هم ونيول شي.
په عین وخت کې د شهیر شرکت استازي ښاغلي فرهاد لطیفی هم وينا وکړه او ویې ویل: «دا شرکت په هند کې د ناروغانو د ستونزو د حل په موخه رامنځته شوی چې مسلکی کارکونکي لري او مراجعينو ته د درملنې د اسانتياو برابرولو ته ژمن دي.»