د عامې روغتيا وزارت د المان پرمختيايي بانک سره د طبی سامان آلاتو د خریدارۍ قرارداد لاسلیک کړ.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فیروزالدین فیروز د شنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په لمړۍ د آلمان د پرمختيايي بانک د استازي ښاغلي همايون علمی سره د بلخ ولایت د بوعلی سينا بلخي ۳۶۰ بستريز روغتون لپاره د طبي سامان آلاتو د خریدارۍ قرارداد لاسلیک کړ.
 
د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د بوعلی سينا بلخی ۳۶۰ بستريز روغتون د تجهیزولو له امله د آلمان هیواد له مرستې مننه وکړه او ویې ویل: « د آلمان هېواد د عامې روغتيا وزارت له لويو مرسته کوونکو څخه یو دی. نوموړي هیواد په مختلفو برخو کې لکه د ودانیو جوړول، د پرمختللیو وسایلو برابرول او په مرکز او ولایاتو کې د کارکونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت سره مرستې کړي دي.»
 
د عامې روغتيا وزير همدارنګه زياته کړه: « هغه وسایل او طبی تجهیزات چې نن مو د هغې قرارد د آلمان د پرمختيايي بانک سره لاسلیک کړ یو مليون او شپږ سوه زره ډالر ارزښت لري چې د آلمان هېواد لخوا ورکول کېږي.»
 
په عین وخت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رياست لمړي مرستيال جلالتمآب انجینر محمد خان دغه غونډې ته وينا وکړه و ویې ويل: « د آلمان هېواد هميشه افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې کړي چې د روغتيا، کرنې او پوهنې سکتورونه ېې بیلګې دي. زه د افغانستان د خلکو په استازيتوب د دغه هېواد له مرستو مننه کوم او امید لرم چې دغه هیواد به په مختلفو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
 
د آلمان پرمختيايي بانک استازي  ډاکټر همايون علمی د دغه سامان آلاتو د خریداری په اړه وویل چې دا طبي سامان آلات په لوړ کیفیت د نړۍ له مشهورو کمپنیو څخه اخستل کېږي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به دا ټول وسایل بوعلی سینا روغتون ته ورکړل شي. 
 
بوعلي سينا بلخي روغتون په پنځه پوړو کې په معیاري ډول په مزار شريف ښار کې جوړ شوې چې په دې وروستيو کې د هېواد د رئیس جمهور لخوا پرانستل شو. د دې روغتون په پرانستلو سره نه یواځې بلخ بلکې د خواو شا ولایتونو اوسېدونکو لپاره هم د روغتيايي خدمتونو اسانتياوې رامنځته شوي دي.