د افغانستان اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزارت، افغانستان طبي شورای او لوېې څارنوالۍ ترمنځ طبي تخلفاتو او شکايتونو ته د رسېدو په موخه درې اړخيز تفاهم ليک لاسليک شو.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدين فیروز، د افغانستان د طبي شورای رئیسې ډاکټر نسرين اوریاخیل او د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدی د چارشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په پنځمه طبی تخلفاتو او شکایتونو ته د رسېدو په موخه د درې اړخيزې همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.

طبي تخلفاتو او شکایتونو ته رسېدل نه یواځې تخنيکي بررسۍ ته اړتيا لري بلکې د اړونده برخې د کارپوهانو نظر په کې هم اړين دی. د افغانستان طبی شورای د قانون په چوکاټ کې دغه کار ترسره کوي چې اوس دغه هدف ته د رسېدو لپاره یو کمیسون رامنځته شوی چې ټول اړوند کاري شريکان پکې غړيتوب لري.

د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د دولت د رسنيو مرکز کې د دې تفاهمليک په موخه جوړه شوې غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل چې د ناروغانو د خونديتوب، د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو، طبی تخلفاتو او شکایتونو ته د رسیدګۍ  لپاره  د افغانستان د طبي شورای رامنځته کيدل ډیر زیات اهمیت لري.

نوموړي همدارنګه د دې تفاهمليک لاسلیکیدل د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یو نیک ګام وباله. د عامې روغتيا وزیر وویل چې دا وزارت د ډاکټرانو او ناروغانو د حقونو د خونديتوب په برخه کې هر اړخيز حمایت کوي او هڅې کوي ترڅو د افغانستان طبي شورای په همکارۍ دغه حمايت نور هم پراخه شي. نوموړي همدارنګه د طبي شکايتونو د څېړنې په برخه کې د افغانستان د لوېې څارنوالۍ له مرستې څخه مننه او قدرداني وکړه.

د دې تفاهمليک په لاسلیکیدو او د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د قانون لا پیاوړي کیدو له امله به د طبي تېروتنو له امله  د رامنځته کیدونکې مړينې کچه راکمه شي. طبي تيروتنې به د قانون په چوکاټ کې تعقيبېږي او همدارنګه به د ډاکټرانو په مقابل کې د ناروغانو ادعاګانې څېړل کېږي چې څومره حقیقت لري او څومره بې بنسټه دي.

د روغتيا په برخه کې د قانون پیاوړی کیدل به په هیواد کې پر روغتيايي ټولنه باندې د خلکو بې باوري له منځه یوسي.