د ګډو روغتيايي خدمتونو نوې ټولګه په لار واچول شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د روغتيا نړيوال سازمان عمومي رئیس ډاکټر تیدروس ادهاتوم غیبریوسوس شنبه د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په پنځلسمه د نړيوال روغتيايي سازمان د ختيځې مديتراني حوزې عمومي رئیس او د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه هيئت په شتون کې د ګډو روغتيايي خدمتونو ټولګه په لار واچوله.

د روغتيايي خدمتونو په دغه ټولګه کې د بنسټيزو روغتيايي خدمتونو مجموعه، د روغتون د بنسټیزو روغتيايي خدمتونو مجموعه، د ساري او غیر ساري ناروغيو کنټرول او له چاودنو څخه د رامنځته کیدونکو ټپونو کنټرول شامل دي.

ډاکټر فیروزالدين فیروز د نړيوال روغتيايي سازمان عمومي رئیس  ډاکټر تیدروس ادهاتوم غیبریوسوس ته افغانستان ته په راتګ ښه راغلاست ووایه او د نوموړي راتګ ېې د هېواد د روغتيايي وضعيت د ښه والي لپاره د مرستو په جلب کې ډیر مهم وباله.

ډاکټر فیروز د غیر ساري ناروغيو لکه د زړه ناروغۍ، شکر، رواني ستونزې، د وينې لوړ فشار او له چاودنو څخه رامنځته کيدونکو ټپونو د کچې زياتوالي په اړه تشويش ښکاره کړ او وېې ویل: «اوسني وضعيت ته په کتو مونږ پس له ډیرو هڅو د روغتيايي ستونزو د کمولو په خاطر د روغتيايي خدمتونو نوې ټولګه ترتيب کړې. دغه ګډه ټولګه کولی شي مونږ سره د موجودو ستونزو په حل کې مرسته وکړي. »

په عین وخت کې د نړيوال روغتيايي سازمان عمومي رئیس  ډاکټر تیدروس ادهاتوم غیبریوسوس په افغانستان کې د روغتيايي وضعيت په ښه کیدو خوشحالي ښکاره کړه او ویې ویل: «افغانستان پس له څو لسيزو جنګ څخه  په وروستۍ یوه نیمه لسيزه کې د روغتيا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. په دې هيواد کې د مور او ماشوم مړينه په تېرو کلونو کې يوه لويه ستونزه وه خو نن په دې برخه کې د پام وړ کموالی رامنځته شوی دی.»

ډاکټر تیدروس همدارنګه د ګډو روغتيايي خدمتونو د نوې ټولګې په اړه وویل: د نږدې دوه لسيزو جنګ تېرولو څخه وروسته افغانستان د روغتيا په برخه کې جدي مرستو ته اړتیا لري. د ګډو روغتيايي خدمتونو ټولګه په افغانستان کې د موجودو روغتيايي ستونزو د حل لپاره يوه غوره لاره ده. د روغتيا نړیوال سازمان ژمن دی ترڅو له افغانسان څخ د روغتيا په برخه کې ملاتړ وکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د نړيوال روغتيايي سازمان د ختيځې مديتراني حوزې عمومي رئیس ډاکټر احمد المنظری په تېرو پنځلس کالو کې په افغانستان کې روغتيايي خدمتونو د کیفیت له ښه کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او وېې ویل چې روغتيايي خدمتونو ته د دوامدارې پاملرنې له امله په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د يادولو ده چې ډاکټر تیدروس ادهاتوم غیبریوسوس د نړيوال روغتيايي سازمان تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه په بلنه د روغتيايي وضعیت د اروزونې په موخه او د ګډو روغتيايي خدمتونو د نوې ټولګې په لار اچولو لپاره افغانستان ته راغلی دی. دا افغانستان ته د نړيوال روغتيايي سازمان د يو لوړپوړي چارواکي لمړنی سفر دی.