په عامې روغتيا وزارت کې د کارمندانو د ارزونې الیکترونیکي سیستم په لار واچول شو

دغه په ليکه الیکترونيکي سیستم د روان کال د مرغومي په ۱۶مه د عامې روغتيا وزارت د مالی او اداري معينې ډاکټرې ماموسۍ زيور او د عمومي او مستقلو رئیسانو په شتون کې د نوموړي سیستم په اړه د معلوماتي ناستې په ترڅ کې په رسمي توګه په لار واچول شو.
 
دغه سیستم چې د عامې روغتيا وزارت د مالی او اداري معينې په مشرۍ رامنځته شوی یو جامع سیستم دی چې د کارمندانو لپاره د کلنيو اهدافو او کاري شاخصونو د ټاکنې وړتيا لري او د هغوی فعالیت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسون د طرزالعمل سره سم ارزوي. د دغه سیستم پر مټ د کارمندانو د فعالیتونو او اجرااتو په اړه معلوماتو ته لاس رسی اسانېږي چې په پایله کې د روغتيايي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي سبب ګرځي.
 
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټرې ماموسۍ زيور د دغه سیستم فعالیدل د مسؤلیت قبلونې او روڼتيا په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته ېې کړه: « د کارمندانو د ارزونې پخوانی سیستم په کاغذي بڼه وو او د پوره روڼتيا لرونکی نه وو، په داسې حال کې چې د ارزونې نوی سیستم په برېښنايي او آنلاین بڼه دی چې پوره شفافیت لري او په هر وخت او ځای کې معلوماتو ته لاس رسی ممکنوي.»