د عامې روغتيا مالي او اداري معېنې ډاکټر ماموسۍ زيور له پاکستان څخه راغلي لوړپوړي هیئت سره وکتل

نوموړی هیئت د پاکستان هیواد لخوا په کابل، ننګرهار او لوګر کې جوړو شویو درې روغتونو د پاتې کارونو ګړندي کولو او زر ترزره فعالولو په موخه کابل ته راغلی.

په ناسته کې د روغتونو د فعالولو په پروسه هر اړخيز بحث وشو او د هیئت مشرتابه ژمنه وکړه ترڅو په لنډ وخت کې پاتې کارونه تکميل او دغه روغتونه ګټې اخستنې ته چمتو کړي.

هيئت همدارنګه پریکړه وکړه ترڅو سيمه له نږدې وګوري او د کار کیفیت وارزوي.

د یادولو وړ ده چې په کابل کې د علي جناح روغتون، په ننګرهار کې د نشتر د پختورګو روغتون او په لوګر کې د نایب امین الله خان روغتون د پاکستان هیواد په مرسته جوړ شوي دي چې چارې به ېې په نږدې راتلونکي کې تکميل او ګټه اخستنې ته به وړاندې شي.