عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق په ارزښت ۶،۱ میلیونه امریکايي ډالرو کاري پلان امظا کړ

د خپرېدو نېټه: Feb 12, 2012

دعامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل او په کابل کې د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق استازي ډاکټر لاورنت زوسلر، د یادې ادارې او د عامې ورغتیا وزارت ترمنځ د ۲۰۱۲ کال کاري پلان په ارزښت د ۶،۱ میلیونه امریکايي ډالرو لاسلیک کړ.

دعامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل د يو ان اف پي  ادارې سره د ۲۰۱۲ کال د ګډ پلان د لاسلیکولو پر مهال و ویل: خوشحاله یمه  چې د عامې روغتیا وزارت سره د امیدوارۍ روغتیا او د امید وارۍ حقونو د تامینه ولو په برخه کې  د  یو ان اف پی د نویو  ژمنو شاهد یوو. 

 

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې زیاته کړه چې د یو ان اف پی ادارې دغه کاري پلان، د عامې روغتیا وزارت سره د افغانستان په روغتیايي نظام کې د میندو او نوي زیږندو ماشومانو د روغتیا د پرمختک په باب مرسته کوي.

 

د یادونې وړ ده چې  د ملي استراتیژی او د امیدوارۍ د بیاکتل شوي استراتیژۍ سره سم،  د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق د کاري پلان د امیدواری د روغتیا ریاست، د قابلګۍ او نرسنګ ډیپارتمنټ او د ولایاتو د روغتیايي ریاستونو   د ظرفیت په لوړولو کې  د هغوی رهبرۍ رول په برخه کې مرسته کوي، د قابلګۍ روزنه تنظیم او غښتلي کوي، مسلکي ادارې لکه؛ د افغانستان د قابلو انجمن او د افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو انجمن سره مرسته وکړي، دهغو وکړو لپاره چې په لرو پرتو سیمو کې او په تیره بیا د بامیان، دایکندي او فاریاب په هغو سیمو کې چې د روغتیایي خدمتونو څخه بی برخه پاتې دي، د کورنیو د روغتیايي کورونو د جوړونې له لیارې، امیدوارۍ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او په بدخشان ولایت کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه په لاره اچوی. همدا راز د دې پروګرام له لیارې، روغتیايی کارکونکي چې امیدوارۍ روغتیايي خدمتونه تنکیو ځوانانو لپاره وړاندې کوي، وروزي.

 

همداشان په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق استازي ډاکټر لاورنټ وویل: که چیرې ټولې امیدارې میرمنې او میندې، ولادي ماهرانو، کورنۍ منظمو خدمتونو او د زیږندې د بیړنیو څارنو ته پوره لاسرسۍ ولري، له ډیرو مړینو او معلولیتونو څخه مخنیوۍ کیږي. د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق نن یوځل بیا د عامې روغتیا وزارت سره د مرستې کولو په موخه د افغانستان د روغتیا د نظام د پیاوړي کولو په هڅو کې او د دې هڅود پانګې اچونې په زیاتولو کې ژمنه کوي.

 

د ملگرو ملتونو د وګړو صندوق د ۲۰۱۲ کلنۍ کاری پلان چې په ټولیزه توګه څه د پاسه ۶،۱ میلیونه امریکايي ډالره مالي لګښت لري، همداشان دعامې روغتیا وزارت سره  د جندر استراتیژۍ د پلي کولو په برخه مرسته کوي. د روغتیايی مرستې وړاندې کولو د تیاري د غښتلي کیدو او په افغانستان کې د کورنیو د تاوتریخوالي په پیښوکې د ټولنې  
همغږي شویو مرستې، په لومړي توبونو کې ځای ولري.  په همدې ټوګه  په کابل، ننګرهار، دایکندی او بامیانو ولایتونو کې د کورنیز ټول هغه تاوتریخوالې پیښو د رجعیت ورکولو د ظرفیت خدمتونو د زیاتوالې لپاره ځانګرې پاملرنه کیږي.