د اسدالله د فلج شوي اندامونو کیسه

اسدالله درې کاله عمر درلود چې ورته وویل شول چې نور به هیڅ کله هم په خپلو پښو ونشي ګرځیدلای. دی د افغانستان په سویل کې هغه مهال نړۍ ته راغۍ چې د پولیو واکسین ټیمونو د جنګ او جګړو له امله ونشو کولای په هغه سیمه کې ټول ماشومان واکسین کړي. د پولیو ویروس د نه محو کیدو له امله، له بده مرغه اسدالله په دې ویروس اخته شو او هغه یې د تل لپاره فلج او معلول کړ.

د هیواد په هغو سیمو کې چې لاهم جنګ او جګړه روانه ده، د پولیو واکسین ټیمونو لاسرسی ټولو ماشومانو ته د کمپاینونو د تطبیق پر مهال، اوس هم د امنیتي ننګونو او خنډونو سره مخ دی.  په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او محدوده کاري فرصتونو له امله د ځوانانو ژوند دکړاونو سره مخ دی. خو ژوند د اسدالله لپاره چې په خپلو پښو د ګرځیدو توان یې له لاسه ورکړی، ډیر ستونزمن دی.

اسدالله د خپل د ژوند د کړاونو کیسه داسې بیانوي: "کله چې انسان فلج شي، اصلاْ خپل ځان ژوندی نه بولی. زه خپل ځان نیمه او نا مکمله انسان ګڼم. آن نشم کولای ډیر کوچني او آسانه کارونه وکړم. زه د خپلو دوستان او خپلوانو د اوږو بار یم چې ما د ځانه سره لیږدوي. "

اوس مهال اسدالله ۱۹ کاله عمر لري او د یوې درې ټیره زوړ بایسکیل چې د لاسونو په واسطه حرکت کوي، له یوه ځایه بل ځای ته خپل ځان لیږدوي. دی د حکومت څخه ډیر کم حقوق ترلاسه کوي. خو اسدالله دې ته ډیره اندیښنه لري چې په یو داسې هیواد کې چې ۴۰ سلنه ځوانان یې وزګار دي، دی به هیځکله هم کار پیدا نکړي.

اسدالله وایي: "دغه معلولیت د ده د ژوند پر ټول ابعادو اغیزه کړي ده. اکثره خلک د واده کولو او ځان ته خپلې کورنۍ او ماشومانو د لرو په هڅه کې دي او زه هم غواړم چې ځان ته کورنۍ جوړه کړم. خو هیڅکله د واده مصارف او د نکاح مهر به پوره نشم کړای او څوک به ماته خپله لور او یا خور په نکاح راکړي."

اما اسدالله د خپل ژوند ستونزو ته تسلیم نشو، یوه ورځ د ده دوستانو او ملګرو د لوبې په خاطر یوې غونډۍ ته پورته شول او ده نشوکولای چې د خپل بایسکیل په واسطه هغې غونډۍ ته پورته شي او ملګرو یې هم دده سره مرسته ونکړه او دی د خپلو لاسونو په واسطه غونډۍ ته په ډیرو کړاونو پورته شو.

دی د هغې ورځې کیسه داسې بیانوي: واقعاً هغه ورځ راته ډیره ستونزمنه وه. د لاسونو په واسطه دهغې غونډۍ ته ختل راته آسانه کار نه وو او ما هڅه وکړه چې ناهلی نشم او په خاپوړو هغې غونډۍ ته پورته شوم او دغه کار زما روحیه پياوړې کړه چې دخپلې راتلونکې لپاره مثبت فکر ولرم.

 اسدالله همداراز د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناورغۍ د له منځه وړلو ډیر سخت پلوي کوي. دی وایي: زه ډیر په دې خفه کیږم کله چې کومه کورنۍ وینم چې ددې ناروغۍ په وړاندې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو څخه انکار کوي. کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د ژوند د برخه لیک سره داسې لوبې ونه کړي چې زما په څیر نور بیا هیڅکله هم په خپلو پښو د تګ توان ونلري. هره کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته هغه فرصتونو په ژوند کې برابر کړي چې زه یې نلرم.

نوموړي خپلې هڅې په هغو کورنيو متمرکز کړي دي چې د پولیو واکسین څخه انکار کوي او دهغوی په قانع کولو سره خپله انساني او ایماني مسئولیت ترسره کوي. دی په صوتي او تصویري رسنیو کې څرګندیږي ترڅو کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان د دې دایمي فلج او معلول کوونکي ناروغۍ په وړاندې واکسين کړي. اسدالله وایې، اوس مهال دده په سیمه کې داسې کورنۍ نشته چې د پولیو ضد واکسین څخه انکار وکړي او دی د پولیو په وړاندې د نورو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا د خوندي ساتلو څخه، د خوښي احساس کوي.