د سوځیدلی ناروغ درملنه کښی په لومړی ځل د انتیګرا (ENTEGRA) نه په افغانستان کښی استفاده

 

   

محمد یوسف چی د حمیدالله په کور کښی څلورنیم کاله مخکښی دنیا ته سترګی غوړولی پلار یی د غور ولایت په وروسته پاتی ولسوالۍ چی د کابل څخه ۱۸۰۰ کیلومتره غرب ته پرته ده کښی د بزګرۍ له لاری خپلو اولادونو ته نفقه برابروی.

تقریبا شپږ میاشتی مخکی محمد یوسف د تیلو د اور د اخیستلو له کبله د بدن نیمه برخه وسوځیدله. کورنۍ یی لومړئ غور ولایتی روِغتون ته  چی هلته دیوی اونۍ لپاره بستر وو او بیا یی د هرات روغتون ته انتقال کړو چی د یوی ورځی بستر نه وروسته بیا کابل ته راوستل شو.

کابل ته په لار د ماشوم وضعیت د اندیښنی وړ حالت کښی وو چی آن وزن یی څلویښت سلنه له لاسه ورکړی وو او صرف ۱۰ کیلو وزن یی درلوده.

د بدن مختلفی برخی لکه مخِ، مخکنۍ تنه، وروستنۍ تنه، کوناټی، تناسلی ساحه ،د دواړو ورنونو دیری برخی او د لاسونو او پښو ځنی برخی یی سوځیدلی اومکروبی شوی هم وی.

ناروغ مو په ۱۴ د سرطان د اندراګاندهی د ماشومانو روغتون د سوځیدلو ناروغانو د درملنی څانګه کښی بستر او تر درملنی لاندی و نیوو او په اساسی ډول یی درملنه او پانسمان شروع شو.

ناروغ د بدن د تقریبا ۵۰ سلنی برخی د سوځیدنی له کبله په وخیم حالت کښی وو او د جراحی عملیات یی چی اړتیا ورته وه نشو زغملئ، جراحی عملیاتونه سو واری پلان شو ولی د ناروغ د خراب وضعیت له کبله په ځنډ وغورځیدل. د ناروغ تغذی او درملنی ته مو لا زیاته پاملرنه وکړه چی د وضعیت په ښه کیدو مو د بدن د یوی برخی د پوستکی پیوند په بریالیتوب تر سره کړ.

د ملا ساحه مو د پوستکی په نازکه پیوند چی د بدن د بلی برخی نه موآخیستۍ وو، وپوښله.

د بدن هغه برخی  چی د پوستکی نازکه پیوند په لګولو سره هم د خوښی او اړتیا وړ نتیجه نه ورکوله هغه د ناروغ د ګیډی ټپونه وو. ددی برسیره د ناروغ د بدن نوره سالمه برخه هم نه وه چی د اړتیا وړ پیوند ورڅخه آخیستل شوۍ وای.

نو له دی کبله یواځینۍ لاره د معاوضوی پوستکی استعمال وو چی له نیکه مرغه مونږ په روغتون کی دغه معاوضوی پوستکی برخه چی د  Integra Dermal Regeneration substitute په  نوم یادیږی او  د زیوریخ دماشومانو دروغتون له خوارالیږل شوی وو درلوده.

 د نومبر د میاشتی په اته ویشتمی نیټه مو د جراحی عملیات پلان او اجرا کړ. دا عملیات په افغانستان کښی په لومړی ځل د سوځیدلو ناروغانو لپاره اجرا شو.

د اتو ورځو په تیریدو د پانسمان په وخت کی د قدروړ پرمختګ ولیدل شو او ټپونو د نوی معاوضوی پوستکی پیوند اخیستۍ وو.

او د درمیس د بیا رغونی علایم تر سترګو شول تر دی وروسته مو د پروفیسر کلمنز شیسل چی د زیوریخ د پوهنتون د روغتون د سوځیدنی د بر خی مشر ده په مشوره د دری اونیو ځنډ پرته د نوی بیا رغیدلی درمیس د پاسه د پوستکی نازکه پیوند چی د ناروغ دبدن له بلی برخی نه اخیستل شوۍ وو اجرا کړ او د عملیات په پینځمه ورځ دا پیوند لګیدلۍ او ټپونه ډیر ښه رغیدلی وو.