د ۲۰۱۹ کال لپاره د پولیو د له منځه وړلو ملي عملیاتي بیړني پلان د پراختیا او بدلون چوکاټ بشپړ شو

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو ملي پروګرام د ۲۰۱۹ کال لپاره د پولیو د له منځه وړلو بیړني عملیاتي پلان د پراختیا او بدلون لپاره د ۲۰۱۸ کال پلان د فعالیتونو او کړنو پایلي او ننګونې وڅیړلې او د پولیو څخه خلاص افغانستان موخې ته د رسیدو په خاطر نوي اقدامات او فعالیتونه تر لاس لاندې ونیول. 

ددې کار لپاره، د پولیو ساحوي ټولو ټیمونه د کابل د پولیو د له منځه وړلو  ملي عملیاتي بیړني مرکز ته را وبلل شول چې په خپلو سیمو کې د پولیو واکسین د کمپاینونو په وړاندې د پراته ننګونو او ستونزو په اړه خپل معلومات شریک کړي او د یادو ستونزو او ننګونو د هوارۍ په موخه خپل وړاندیزونه او سپارښتنې وړاندې کړي ترڅو د ۲۰۱۹ کال په کاري پلان کې ځاي ورکړل شي.

همداراز ددې ناستې په پای کې د یولړ اقداماتو د ترسره کولو پرسر هوکړه وشوه چې په هغو سیمو کې چې ماشومان د واکسین ټیمونو لپاره د لاسرسی وړ نه دي، مرسته وکړي، د کمپاینونو په بریالي تطبیق کې د ټولنې ونډه زیاته کړي او کورنې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو لپاره وهڅول شي، هغه وکړي چې د پولیو د لوړ خطر لرونکي سیمو کې تګ او راتګ کوي دهغوی ماشومانو ته لازمه رسیدګی وشي، د پولیو د له منځه وړلو پروګرام لاغښتلی شي او همداراز د پولیو د له منځه وړلو پروګرام او د کتلوي معافیت ملي پروګرام ترمنځ همکاري او همغږۍ زیاته شي.

 همداراز په دې برخه کومه غونډه چې په کندهار ولایت کې جوړه شوې وه، په هغې کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام مسئول ډاکټر هدایت الله ستانکزي ګډون وکړ او په خپلو خبرو کې د سویلی زون د پولیو واکسین ټیمونو هڅې ددې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې وستایلې او دهغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې هڅې په دې برخه کې لازیاتې ګړندۍ کړي.

د افغانستان په سويلي حوزه کې د پولیو زیاتره مثبتې پيښې په ۲۰۱۸ کال کې ثبت شوي دي. ځکه پدې حوزه کې د امنیتي ستونزو او ننګونو له امله په ځینو سیمو کې ګڼ شمیر ماشومان د کمپاینونو پر مهال د واکسین کیدو څخه بې برخې پاتې شول او دغو ماشومانو ته د واکسین ټیمونو د ورتګ  او لاسرسي مخنیوی وشو.