د نورستان ولایت څخه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام نظارتي ټیم رپورټ

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د پولیو واکسین د کمپاینونو د کیفیت د ښه والي په خاطر د کمپاینونو له بهیر څخه ټینګه څارنه او نظارت کوي ترڅو کاري نیمګړتیاوې او خلاګانی په ګوته کړي او د هغې د لرې کولو لپاره لازم په او موقع اقدامات ترسره شي.

د ۲۰۱۸ کال د نوامبر میاشتې د کمپاین پر مهال د پولیو د له منځه وړلو پروګرام یو نظارتي ټیم نورستان ولایت ته سفر وکړ او ددغه کمپاین له بهیر څخه یې څارنه او نظارت وکړ. دې ټیم سربیره پر دې چې د یاد ولایت د روغتیايی چارواکو سره لیده کاته درلود، د پولیو واکسین کمپاین بهیر یې هم له نږدې وڅاره.

دغه ټیم د خپل د نظارت او څارنې پرمهال یولړ کاري نیمګړتیاوې په ساحه کې وموندلې چې د هغې جملې څخه د یو شمیر ساحوي ټیمونو د پوهې ټیټه کچه،  د سړکونو تر غاړې د ځینو ماشومانو د واکسین څخه پاتې کیدل، د عامه پوهاوي فعالیتونو کمزور تیا او داسې نور موارد وموندل او خپلې دغه موندنې یې د کابل د ملي عملیاتي بیړني مرکز سره شریکې کړې ترڅو په راتلونکي کمپاینونو کې دغه نیمګړتیاوې اصلاح کړل شي. 

 همداراز دغه نظارتي ټیم د نورستان مرکز په پارون کې د پولیو د مثبتې پيښې د څیړلو په خاطر ورغلل او ددې ماشوم دلیدو او کورنی ته یې دخواخوږي او غمرازی د شریکولو ترڅنګ، له نورو کورنیو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو په برخه کې غلفت او بې پراويي ونکړي چې خدای مکړه د هغوی ماشومان هم په دې برخه لیک اخته نشي.