په پولیو اخته شوې یوې ماشومې پلار افسوس او پيښماني

د کندهار ولایت د لویې ویالې سیمې یوتن اوسیدونکي چې یارمحمد نومیږي، یوه کوچنۍ دوه کلنه لور یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوې ده. دده په وینا، دغه خوارکۍ او معصومه لورکۍ هغه مهال په پولیو اخته شوه چې دی د یو لړ منفی تبلغیاتو تر اغیزې راغلی وُ او خپلو ماشومانو د واکسین کولو اجازه نه ورکوله. دده دغه کار ددې لامل شو چې بي بي راضیه لورکۍ یې په دې  تلپاتې فلج کوونکي ناروغۍ اخته شي.

اوس دی دخپل له دغه کاره سخت پيښمانه دی او افسوس کوي چې کاش هغه مهال د منفي تبلغیاتو تر اغیزې راغلی نه وای او خپل ټول ماشومان په تیره بیا دغه کوچني نادرکې لورکۍ یې ددې بد مرغې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړې وای چې اوس یې خپل لورکۍ دغه حالت چې په خپلو پښو د ګرځیدو توان یې د لاسه ورکړی دی، نه وای لیدلای.

د کمپاین په هر پړاو کې د پولیو ضد واکسین څاڅکو ورکول ماشومانو ته  دهغوی په بدن کې په تدریجي توګه معافیت او مقاومت لوړوي چې په پایله کې ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې وقایه او خوندي کيږي. خو دغه کوچنۍ ماشومه د خپلې کورنۍ د مخالفت له وجې د واکسین کیدو څخه محرومه پاتې شوه او بدن یې ددې ناروغۍ په وړاندې معافیت او مقاومت حاصل نه کړ چې په نتیجه کې ددې ناروغۍ له امله په دایمي فلج اخته شوه.

یارمحمد چې اوس ددې ناروغۍ په حقیقت او ددې واکسین په اهمیت پوه شوی دی او نه غواړې چې د خپلې سیمې نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي، د خلکو د پوهاوي په خاطر په دې اړه کار کوي او په رضاکاره توګه کور په کور ګرځی ترڅو خلک او خپل ګاونډیان ددې ناروغۍ د خطراتو او د واکسین د اهمیت په هکله پوه کړي.

دی وایې چې کورنۍ په تیره بیا میندې او پلرونه باید د منفي تبلغیاتو تر اغیزې را نه شي او د خپلو ماشومانو برخلیک د نه واکسین کولو له امله دده  د خوارکۍ فلج شوي ماشومې په څیر نه کړي. 

پولیو یوه دایمي فلج کوونکي ناروغۍ ده، کله چې یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي، دهغه درملنه د نړۍ په هیڅ پرمختللي روغتیايي مرکز کې امکان نلري. خو له نیکه مرغه دغه ناروغۍ د واکسین په مټ د وقایې، مخنيوي او د له منځه وړلو وړ ده.

د یار محمد سربیره، ددې کوچني نجلۍ مور او انا هم په خپله سیمه کې د کورنيو د پوهاوي په خاطر کار کوي او د کمپاینونو پر مهال کور په کور ګرځي او د کورنيو څخه غواړي چې د خپلو  پنځو کالو کم عمره ټول ماشومان د واکسین کولو په خاطر له کوره را وباسي چې خدای مکړه دهغوی ماشومان ددې خوارکۍ ماشومې په ځیر په دایمي فلج اخته نشي.

بی بی راضیه په خپلو معصومانه کتلو سره نور ماشومانو ته ګوري چې ددې په وړاندې لوبې کوي. خو دا په خپله د دریدو او د ګرځیدو توان نه لري چې د نور ماشومانو سره لوبې وکړي.

یار محمد وایي چې د خپلې لورکۍ دغه وضعیت دی سخت زوروي او خپل ځان په دغه وضعیت ګرم بولي. دی افسوس کوی که چیرې هغه مهال چې واکسیناتوران دده د کور دروازه ټکوله او خپله دغه ماشومه یې د واکسین کولو په خاطر له کوره راویستې وای اوس به یې دغه حالت نه درلود.