د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱ خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له کانټینونو څخه ساحوي سروې او ارزونې ترسره کړې.

د دغو څارنيزو فعالیتونو په پایله کې د خوړو ۴ تولیدي فابریکو فعالیتونه وڅېړل شول او یو شمېر غیرمعیاري لومړني توکي او تولیدات قرنطین شول. په دې ډله کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه وچ آلوبالو، لسګونه بوجۍ له نېټې تېر لومړني توکي، له ۲۸۰۰ څخه ډېرې د معدني اوبو او غیرالکولي مشروباتو بوتلونه شامل دي. همدارنګه، د مشکوکو توکو نمونې د کیفیت او خوندیتوب د تثبیت په موخه لابراتوار ته واستول شوې.

د ظرفیت لوړونې په برخه کې، د خوړو خوندیتوب په اړه د ښوونځیو ۷۲ تنو استادانو او د خوراکي توکو د تولیدي تأسیساتو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه هم ترسره شول.

سربېره پردې، د شګېلا (Shigella) باکتریا، ارسنیک او د افت‌ وژونکو د پاتې شونو خطرونو په اړه تخنیکي مطالعات ترسره شول. همدارنګه، د ساسیج، قهوې، آیسکریم، د ماشومانو د شیرینۍ، بسکویټو، کیک او یو شمېر نورو خوراکي توکو د معیارونو مسودې د تخنیکي کمېټو له لوري وڅېړل شوې او تأیید شوې.

د یادو فعالیتونو موخه د خوړو خوندیتوب معیارونو پیاوړتیا، د غیرمعیاري خوراکي توکو مخنیوی او د خلکو، په ځانګړي ډول د زده‌کوونکو، د روغتیا ساتنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۷
Background image

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

د یاد روغتون بنسټ ډبره د زابل مرستیال والي، الحاج ملا فیض‌الله تمیم له لوري د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د پوهنې رئیس، د ارغنداب ولسوال او د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

BACK TO NEWS