د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یو ان ډي پي له استازي سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۰ - ۱۷:۱۸
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یو ان ډي پي له استازي سره وکتل

شنبه، تله ۱۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندرعباد، نن د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) له استازي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت سره د یو ان ډي پي ګډې همکارۍ په ځانګړي توګه د صحتمندي پروژې د دوام په اړه بحث او تبادل د نظر وشو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په افغانستان کې د یو ان ډي پي د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د روغتیا برخه په دې سختو شرایطو کې د نړیوالو سازمانونو ډېرې بشر دوستانه همکارۍ ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نړیوال وجهي صندوق یا ګلوبل فنډ له لنډ مهالي ملاتړ څخه کوم چې ۱۵ ملیونه ډالر یې د یو ان ډي پي له لارې د روغتیایي مرکزونو د دوام لپاره چې د صحتمندي پروژې تر چتر لاندې فعالیت کوي مرسته کړې ده وستایله او د یو ان ډي پي له استازي یې وغوښتل ترڅو دغه مقدار پیسې چې په دې بحراني شرایطو کې مرسته شوې دي د یوه شفاف او حساب ورکوونکي پروګرام له لارې د اړتیا وړ ځایونو کې مصرف کړي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکترعبدالباري عمر، په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ د هغوئ لپاره د امنیت او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالو سازمانونو مرستو د ځنډولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه سازمانونو چې شعار یې له بشریت سره مرسته وه اوسمهال یې د روغتیا سکتور سره خپلې مرستې په داسې حال کې بندې کړي دي چې مېرمنې، ماشومان او زیانمن خلک جدي مرستې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د یو ان ډي پي استازي په افغانستان کې د دوی د دوامداره همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ګلوبل فنډ د صحتمندي پروژې د دوام لپاره ۱۵ ملیون ډالر مرسته کړې او له دې سره نن ۲۳۰۰ کلینیکونو فعالیت بېرت پیل کړ.

دغه راز، د یو ان ډي پي استازي د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د دې پروژې په تطبیق کې د روڼتیا د تامینولو ډاډ ورکړ.

هغه همدارنګه، وویل چې موږ د صحتمندي پروژې د دوامدار ملاتړ او مالي سرچینو د تامین لپاره د نړیوال سازمانونه له استازو سره په تماس کې یو ترڅو د افغانستان د روغتیایي نظام د سقوط مخنیوئ وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS