د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره په پام کې لري، چې د (IHH) مؤسسې په مالي مرسته د ۰۴ /۱۲ / ۱۴۰۳ نېټې څخه تر ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۰۳ نېټې  پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، د ننګرهار ولایت سرخ رود ولسوالۍ ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات ترسره کړي چې عبارت دې له:

-           ۳۴۱ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

-           ۵۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

-           د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې ژوند کوي او د سترګو روغتیايي ستونزې لري، خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه

ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د اکمال تخصص لوی رياست بیا ځلې خبرتیا!

هغه ‌ډاکټران چې دوه کلنې تخصصي زده کړې یې له هېواد څخه بهر ترسره کړې دي، هغوی ته د اسنادو بشپړېدو لپاره د 1405  هـ ش کال د حمل میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی دی؛ چې تر دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

خبرتیا!

محترمو هېوادوالو:

دا چې د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هیوادوالو مو خپل ژوند له لاسه ورکړی د ځینې یې تدفین مراسم تر سره ځینې یې کورنیو ته د څو ورځو په جریان کې وسپارل شول خو لا هم . . .

Back to announcements