تکراري پوښتني

هندوستان ته د تلونکو مسافرينو لپاره د پوليو د واکسين د تطبيق په اړه تکراري پوښتني

  • ولي بايد د کاهلانو په ګډون ټول مسافرين چي هندوستان ته سفر کوي واکسين شي؟
  •  ايا د پوليو د واکسين اخستل کوم لګښت لري؟
  • د واکسين مرکزونه چيرته دي؟
  • ايا کوم ماشومان چي دمخه يي د پوليو واکسين اخستى وي بايد بيا واکسين واخلي؟
  • ايا ميندوارو يا حامله ميندو ته هم دغه واکسين ورکول کيږي؟
  • د واکسين دغه کارت چي ورکول کيږي څه ډول دى؟
  • ايا د واکسين اخستل په هر سفر کي شرط دي؟
  • واکسين بايد څومره وخت مخکي واخستل شى؟

 

ولي بايد د کاهلانو په ګډون ټول مسافرين چي هندوستان ته سفر کوي واکسين شي؟

هندوستان هغه هيواد دى چى له تيرو دري کلو راهيسي په کي د پوليو هيڅ پيښه نه ده ليدل شوي همدارنګه هغه نموني چي د محيط څخه ټولي شوي دا ښئ چي په دغه هيواد کي د پوليو وايرس له منځه تللى. له همدي کبله په دي خاطر چي د نورو هيوادونو څخه مسافرين له ځان سره د پوليو وايرس دي هيواد ته انتقال نه کړي، دغه هيواد د هغو اوو (٧) هيوادونو ( افغانستان، پاکستان، نايجيريا، کينيا، اسرائيل، حبشه(ايتوپيا) او سوماليا) څخه په راتلونکو مسافرينو باندي چي د پوليو وايرس په کي شته د پوليو د واکسين اخستل هندوستان ته د ويزي د اخستلو لپاره حتمي شرط وټاکه. که څه هم کاهلان په پوليو ډير لږ او يا نه اخته کيږي خو بيا هم وايرس له ځان سره انتقالولاي شي. کاهلانو ته د پوليو واکسين ورکول له دغه انتقال مخه نيسي.

ايا د پوليو د واکسين اخستل کوم لګښت لري؟

لکه د ماشومانو د واکسينونو په څير د پوليو واکسين کاهلانو ته هم په وړيا توګه پرته له کوم لګښت تطبيق کيږي.

د واکسين مرکزونه چيرته دي؟

په اوس وخت کي د هندوستان د مسافرينو لپاره د واکسين ٨ مرکزونه په ټول هيواد کي تاسيس شوي چي له دي ډلي ٤مرکزونه د کابل د ښار په بيلابيلو برخو لکه، د انداراګاندي د ماشوم روغتيا انستيتوت، د خيرخاني د لمړۍ حصي کلنيک، مرکزي پولکلنيک، او يو مرکز د شهير په شخصي شرکت کي چيرته چي د هندوستان د ويزي لپاره غوښتنليکونه ټوليږي، ځاى په ځاى شوي. څلور نور مرکزونه د هيواد په څلورو ولايتونو (جلال اباد، کندهار، هرات او مزار شريف) د يادو ولايتونو د کتلوي معافيت په امريتونو کي فعال کړى شوي. د مرکزونو دقيق ادرسونه په لاندي جدول کي ذکر شوي.

 

ولايت

د واکسين مرکز

ادرس

 

١

 

 

کابل

اندار ګاندي انستيتوت

د عامي روغتيا وزارت ته مخامخ، انداراګاندي انستيتوت، عمومي دراوزي ته څيرمه

 

مرکزي پولکلينيک

پامير سينما، مرکزي پولکلينيک، د واکسين څانګه

 

خيرخانه

د خيرخاني لمړۍ حصه، افغان روغتون ته څيرمه، د خيرخاني دولتي کلنيک، دوهم پوړ

 

د شهير شرکت

د شهير شرکت، ١٠ امنيتي حوزي ته څيرمه، نوي ښار، کابل

 

٢

جلال اباد

جلالاباد

د عامي روغتيا روغتون، د کتلوي معافيت امريت

 

٣

کندهار

کندهار

د عامي روغتيا روغتون، د کتلوي معافيت امريت

 

٤

هرات

هرات

د زون مرکزي روغتون،  کتلوي معافيت امريت

 

٥

مزار شريف

مزار شريف

د عامي روغتيا روغتون، د کتلوي معافيت امريت

 

 

 

ايا کوم ماشومان چي دمخه يي د پوليو واکسين اخستى وي بايد بيا واکسين واخلي؟

ټول هغه خلک چي هندوستان ته سفر کوي که دمخه يي د پوليو واکسين اخستى وي يا نه بايد واکسين شي، د واکسين کيدلو په صورت کي د واکسين پخوانى حالت په نظر کي نه نيول کيږي

ايا ميندوارو يا حامله ميندو ته هم دغه واکسين ورکول کيږي؟

ميندواري يا حامله ميندي ددغه واکسين د اخستلو څخه مستثنا دي او واکسين ورته نه ورکول کيږي خو د کارت اخستل ورته حتمي، ځکه د کارت د لرلو څخه پرته ورته د هندوستان د سفارت له خوا ويزه نه ورکول کيږي. د حامله ميندو په کارت کي د واکسين د نه اخستلو علت ليکل کيږي.

د واکسين دغه کارت چي ورکول کيږي څه ډول دى؟

کوم واکسين چي هندوستان ته د تلونکو مسافرينو لپاره ورکول کيږي، د نړيوالو روغتيايي قوانيون له خوا توصيه شوى او په ټوله نړۍ کي رسميت لري.

ايا د واکسين اخستل په هر سفر کي شرط دي؟

د واکسين يو دوز چي د واکسين دوه څاڅکي دى او د سفر څخه لږ تر لږه ٦ اونۍ دمخه اخستل کيږي د يو کال لپاره کفايت کوي، په دي معنا چي که يو چا په کال کي يو ځل واکسين او د مسافرينو ځانګړى کارت واخست تر يو کال پوري همدا يو دوز کافى دى. البته د يو کال د تيريدو وروسته که بيا سفر کوي بايد د واکسين بل دوز واخلى.

واکسين بايد څومره وخت مخکي واخستل شى؟

د پوليو فمي واکسين بايد لږ تر لږه د سفر څخه ٦ اونۍ دمخه واخستل شي. چي همدا يو دوز بيا د يو کال لپاره کفايت کوي.