د پوليو اړوند پراخ معلومات

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزن ناروغی د لمنځه وړلو ملی پروګرام

کال ١٣٩٣-١٣٩۴

سریزه:

دواکسین تطبیقول د پنځو څخه د کم عمره ماشومانو د مړینی او ناروغتیا څخه د مخنیوی لپاره یو تر ټولو ګټوره او ارزانه لاره بلل کیږی. دواکسین تطبیقول کولای شی چی د یوی ټولنی غړی د وژونکی اومعیوب کوونکی ناروغیو څخه وژغوری له بلی خوا د زرګونی انکشافی موخو په تر لاسه کولوکی مهمه ونډه لری.

 په ځانګړی توګه څلورمه موخه  چی په هغه کی هدف د پنځو څخه د کم عمره ماشومانو د مړینی او ناروغتیا څخه د مخنیوی باندی ټینګار شوی دی.د پولیو لمنځه وړل د نړیوال روغتیا په پنځه شپیتمه غونډه کی چی په کال ۲۰۱۲ کی تر سره شوه د یو فوق العاده پروګرام په توګه نړیوالو ته وروپیژاندل شوه.او دری پاتی شوی انډیمیک هیوادونه لکه افغانستان،پاکستان،او نایجریا بیړه نیز کاری پلان ته راوبلل شول.

تازه جوړشوی بیړه نیز کاری پلان د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په میاشت کی د پولیو د لمنځه وړلو په موخه دپخواني ولسمشر جلالتماب حامد کرزي لخوا لاسلیک شو. چی د  پولیو د لمنځه وړلو په برخه کی چی د کال ۱۹۹۴ راهیسی څخه شروع شوی یو مهم پرمختګ بلل کیړی.

 په اوسنی مهال کی د پولیو د لمنځه وړل  د یو روغتیایی اولویت لرونکی پروګرام په توګه نه بلکه د یو فوق العاده پروګرام په توګه بلل کیږی.

 د افغانستان د اسلامی جمهوریت ژمنه د واکسین ملی پروګرام په تطبیق او موفقیت کی یو مهم عنصر بلل کیږي.

هغه پړاو چی د پنځو څخه د کم عمره ماشومان په کی تر محاسبی لاندی نیول کیږي او د هیواد لری پرتی سیمی په کی تر پوښښ لاندی نیول کیژی. په دی پړاو کی د پولیو د لمنځه وړل نه یوازی د عامی روغتیا وزارت بلکه د هیواد په سطحه د ټولو اداراتو مسولیت بلل کیږی.

د کوچیانو د واکسین کولو په محال کی د ټیم شتون.

 

دا ناروغی د یوه فوق العاده ساری ویرس په واسطه منځ ته راځی ، ویرس د خولی له لاری د ککړ شوی خوراکی توکو او اوبو په واسطه بدن ته ننوځی  په کلمو کی تکثر کوی او بیا وروسته د عصابو په رشو حمله کوی چی د څو ساعتونو په تیریدو سره د فلج لامل ګرځی.

هر کله چی یو ماشوم په دی ناروغی اخته شی  حتی پر مختللو هیوادونو کی یی بیا درملنه نه کیږی او ماشوم په داییمی توګه فلج پاتی کیږی. ددی ناروغی څخه د خلاصون یواځنی لاره د پنځو کلو څخه د کم عمره ماشومانو ته  د خولی له لاری د پولیو واکسین تطبیقول دی البته په مککره توګه.

 

اوس مهال افغانستان، پاکستان،او نایجریا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی پولیو پکی په انډیمیک شکل وجود لری.

لاندنی جدول د پوليو د پیښو تعداد په دری  متضرره هیوادونو کی په وروستيو څلورو کلونو کی راښی .

په افغانستان کي د پوليو د له منځه وړلو نوښت په تيرو دري کلونو کي د پام وړ لاسته راوړني درلودلي. د بيلګي په توګه په ٢٠١٢ کال کي د پوليو په پيښو کي د ٢٠١١ کال په پرتله د ٥٠% نه زيات کموالى راغلى. همدارنګه په دغه کال کي د منتنو ولسواليو شمير د٢٠١١ کال د ٣٤ ولسواليو څخه ٢١ ولسواليو ته راښکته شو. په همدي توګه په ٢٠١٣ کال کي د پوليو ١٤ پيښي راپور ورکول شوي چي د ٢٠١٢ کال په پرتله ٦٢ سلنه کمي دي. د دغو ١٤ پيښو له ډلي ډيرى برخه (١٢ پىښي) يي د ختيځ زون د کنړ او ننګرهار د ولايتونو څخه راپور ورکول شوي، په داسي حال کي چي يوه پيښه د هلمند ولايت د ناد علي ولسوالۍ نه او وروستۍ پيښه د کابل ښار د ١٥ ناحيي څخه راپور ورکول شوى.

 په ٢٠١٤ کال کي د د نومبر د مياشتي ۱۵مې نيټې پوري په افغانستان کي د پوليو ۱۹ مثبتي پيښي ثبت شوي دي چې دوه پيښي يې د لغمان ولايت د عليشنګ، دوه پيښي يې د ننګرهار ولايت د اچين او مومندرې ولسوالۍ، يوه يوه پيښه د فراه د خاک سفيد، د ارزګان د ده راوت، د کنړ د غازي اباد يوه پيښه د خوست د عليشېر، ۲ د پکتيکا د برمل، يوه پيښه د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ، ۴ پيښي د کندهار د ښار، يوه يوه پيښه د کندهار ولايت د پنجواي، شاولي کوټ او ارغنداب ولسواليو، او تر ټولو وروستۍ پيښه د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ څخه راپور ورکول شوي۔

په افغانستان کې د پوليو تر ټولو وروستۍ تائيد شوې پيښه د سهيل زون د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ څخه راپور ورکول شوي. ياده پيښه يو ۹ مياشتنۍ نجلۍ ده چې د اکتوبر د مايشتي په ۱۵مه نيټه په ګوزڼ اخته شوې. د يادونې وړ ده چې ددې پيښي په ګډون د سږکال ټولي پيښي د پوليو د وايرس د لمړي ټايپ په واسطه منځ ته راغلي وې۔

په ٢٠١٤ کال کي په افغانستان او پاکستان کي د پوليو د پيښو جنيتيکي توزيع

 

 

اوسنی وضیعت :

اوس هم د هيواد په سهيل، ختيځ او سهيل ختيځ کې د پوليو وحشي وايرس سير لري. باید یادونه و کړو چی ۱۳ ولسوالی د هیواد په سهیل کی چی عبارت دی له،۵ ولسوالی (سپين بولدک- شاولی کوت- ميوند- پنجوايی اود کندهار ښار) په کندهار کی،۵ ولسوالی(لشکرگاه- موسی قلعه- نادعلی- سنگين او نوزاد) په هلمند کی،۳ ولسوالی(ترينکوت- دهراود اوشهيد حساس) په ارزګان کی د هیواد تر ټولو ننګونکو ولسواليو په لست کي شاملي دی چی د  پولیو د لمنځه وړلو په موخه کي په لومړی کتار کی ځای لری.

په ٢٠١٣ کال کي د هيواد د سهيل څخه يوازي يوه پيښه راپور ورکول شوى وه، په داسي حال کې چې په ۲۰۱۴ کال د هيواد په دغه زون کې د پوليو په پيښو کې فوق العاده زياتوالی راغلی.

دپورته جدول نه دا جوته کیږی چی دپولیو په مثبتو پیښو کی په ٢٠١٣ کال کي د ٢٠١٢ کال په پرتله ٦٢٪ کمښت راغلی دی.چی په حقیقت کی دا دعامی روغتیا دکارکونکو او دملی او بین المللی همکارانو دجدی کوښښونو څرگندونه کوی.

 

کړنی:

دعامی روغتیاوزارت په ۲۰۱۴ کال کی څلور ملی کمپاینونه په تول هیواد کی او څلور فرعی کمپاینونه دهیواد په هغو سیمو کی چی د پولیو له نظره په خطر کی ( ختيځ، سهيل او سهيل ختيځ او د فراه ولايت) دی په لاره اچولی دی.

دهر ملی کمپاین په جریان کی تقریبا ۸،۹ میلونه تر پنحو کالوکم ماشومان د ۶۴۰۰۰ رضاکارانو اوروغتیایی کارکوونکوپه واسطه په ۳۴ ولایتونوکی واکسین شوی دی. په زیا تره ولسوالیو کی دپوښښ فیصدی تر ۹۵٪ پوری ورسیدله مگر په هغو ولسوالیوکی چی د پولیو له نظره په خطر کی دی لکه په جنوبی او ختيځو سیموکی نوموړی موخه ته ونه رسیدلی.د هیواد په جنوبی سیمو (کندهار او هلمند) کی ۲۰٪ تر پنحوکالوکم ماشوما ن دامنیتی مشکلاتو له وجه د واکسین څخه پاته شول.دملی کمپاینونو سره په څنگ کی ټولو هغو ماشومانو ته چی عمرونه یی (۶میاشتو نه تر ۵۹میاشتو)پوری وو د ویتا مین ای کپسولونه چی د بدن په نمو او مقاومت کی رول لری هم تطبیق شول. سربيره پر دې د ۲ کالو نه تر پنځو کالو پورې عمر لرونکو ماشومانوته د کولمو د چينجو ضد ګولۍ هم په يوه پسرلنۍ او يوه خزاني دوروه کې تطبيق شوې۔

ددې سربيره ۴ فرعي دورې د هيواد په سهيل، ختيځ، سهيل ختيځ او د لويديځ زون د فراه ولايت کې سرته ورسيدې چې په دغه دورو کې د هدف لاندې نفوس ۳،۶ ميلونه د ۵ کالو کم عمره ماشومان وه۔  

د ملی کمپاینونو سربیره د واکسین لا ښه پوښښ لپاره د پولیو دایمی ټیمونه(Polio Permanent (Teams دکندهار ولایت په سپین بولدک او کندهار ښار د هلمند ولایت په ناد علی مارجه او لښکرگاه فراه ولایت په بالا بولوک او خاک سفید ولسوالیو کی فعاله شول چی په منظم ډول خپل راپور دعامی روغتیا وزارت ته ورکوی.

د ټولنی د لاښه پوهاوی اوخبرونی دسطحی د لوړولو لپاره یو تعداد تجربه لرونکی کسان په دندووگمارل شول. چی دوی به د  ټولنی د مخوروکسانواو ملا امامانو په واسطه په ټولنه کی دپولیو دواکسین گټی او پیغامونه رسوی تر څو په ټولنه کی دخلکو غوښتنه دپولیو دواکسین لپاره زیاته شی.

سربیره پر دی دافغانستان اوپاکستان تر مینځ دپولیو دله مینځه وړلو پروگرام دلا ښی همکاری لپاره

دپولیودواکسین ورکولو۱۳ فعال ثابت مرکزونه د دواړو هیوادونوپه پولوکی جوړ شول.چی د هغی

 جملی څخه ۶ مرکزونه په ننگرهار او کنړ ولایتونوکی (تورخم ،گوشته، سرکانی، مروره، دانگام ،ناړی)

3 مرکزونه په کندهار او زابل کی (بولدک ،معروف او شملزی ) او۴ مرکزونه په خوست اوپکتیکا کی (ببرک تانه، غلام خان، نوی اده، توروه او سوخته تانه).

د يادونې وړ ده چې هر کال د ۱.٢میلیونه  په شمیر له پنځه کلنئ څخه ښکته ماشومان  د ذکر شوو مرکزونو له لاري د ګوزڼ د واکسین څاڅکي اخلي. برسیره پر دی د سهیل، سهیل ختیځ او ختیځې حوزې د کتلوي معافیت ټیمونو د پولو څخه پورې غاړې د کتلوي معافیت د ټیمونو سره په هره ربع کښې د همغږئ منظمې ناستې ترسره کړي دي. همدارنګه په ملي کچه د همغږۍ دغه ډول ناستي يو ځل په کابل کې په ٢٠١٢ ز (١٣٩١) کې او يو ځل په اسلام اباد کې په ٢٠١٣ (١٣٩٢) کال کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د عامې روغتیا د وزارت او د پاکستان  د روغتیا وزارت سره ترسره شوي.

د ۱۳۹۲ کال فعالیتونه او لاس ته راوړنې:

په ٢٠١٣ ز کال کښې څلور اساسي کمپاینونه، ٤ فرعي کمپاینونه او ٨ د وحشي ویروس په وړاندې د ځواب ورکونې کمپاینونه پلان شوي وو. د دغو کمپاينونو د تطبىق ځني بيلګي په لاندي ډول دي:

 د ۲۰۱۳ کال د فبروري په میاشت کښې د سهیل، سهیل ختیځ او ختیځ ولایتونو او د فراه په ولایت کښې فرعی کمپاین تر سره شو چه په هغه کښې 3.2 میلیونو د پنځه کلنئ ښکته ماشومانو ته  د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو.

د ۱۳۹۱ کال د کب په میاشت کښې چه د ۲۰۱۳ کال  د مارچ سره برابره ده، په ټول هیواد کښې کمپاین تر سره شو او په پایله کښې ۸.2 میلیونو پر شرایطو برابرو ماشومانو ته د OPV واکسین ورکړل شو. سربیره پر دې ۴.٩  میلیونه له ۲۴ میاشتنئ څخه تر ۵۹ میاشتنئ پورې ماشومانو ته د کلمو د چینجیو ضد ګولئ هم ورکړل شوې.

د ۱۳۹۲ کال د غوایی په میاشت کښې چه د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې سره سمون لري، په ټول هیواد کښې دویم کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کښې ۸.2 میلیونه په شرایطو پوره ماشومانو ته  OPV واکسین او همدارنګه په دغه کمپاین کښې ۷.4 میلیونو د ۶ څخه تر ۵۹ میشاتنئ پورې ماشومانو ته د ویټامین A ګپسول هم ورکړل شو.

د هیواد په سهیل کښې د خطر سره مخامخ ۱۱ ولسوالیو په کچه د ادارې ټیمونو جوړیدنه:  په دغو ولسوالیو کښې به یو مسلکي او باتجربه شخص استخدامیږي ترڅو د ماشومانو د ګوزڼ د له مینځه وړلو ملي برنامې او او ورځني واکسین ته رسیده ګی وکړی شي. دغه شخص  مکلف دی تر څو په لاس کښې د شته وسایلو څخه ګټه واخلي.

د واکسین یا کتلوي معافیت د ملي پروګرام  ورځني فعالیتونه:

د کتلوي معافیت د روتین یا ورځنیو خدمتونو ترسره کول د ګوزڼ د نارغئ د له مینځه وړلو لپاره  یوه د اصلي کړند لارې څخه پیژاندل شوې ده چه اوس د اته ګونو ناروغیو په وړاندې (نری رنځ، د ماشومانو ګوزڼ، دفتري، توره ټوخله، تیتانوس، تورزیړی، انفونزا او شری) واکسینونو باندې شامل دی. دغه خدمتونه په ټول هیواد کښې د ۱۴۰۰ مرکزونو په وسیله په شرایطو پوره  ماشومانو او ښځو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي. د واکسین دغه ټیمونه د روغتیایي مرکزونو په داخل کښې (ثابتو مرکزونو) د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې، د کلیو څخه لیدنې (لیرې فعالیتونه) او هغه لرې کلي چه یو شب باش ته ضرورت لري (ګرځنده فعالیت) د خدمتونو وړاندې کول واکسین تطبیق کوي.

د پنځه ګوني واکسین (پنتا) - نری رنځ، د ماشومانو ګوزڼ، دفتري، توره ټوخله، تیتانوس، تورزیړی، انفونزا او شری باندې شامل ده،  د دریم  (دوز) د پوښښ د سطح سلنه په ۱۳۹۱ کال کښې د ولسوالئ په کچه په لاندې ډول دی.

د سرې میاشتې د ټولنې سره ګډې هلې ځلې: د سرې میاشتې د ټولنې د زرکونو رضاکارانو د پراخې شبکې په نظر کښې نیولو سره د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ د له مینځه وړلو  د نوښت په اړوند د دغې ادارې سره یوه د همکاري تفاهمنامه لاسلیک کړه. تر څو له دی لاری د سری میاشتی راضاکاران د عامی روغتیا وزارت سره همکار وی.

خنډونه

هغه مختلف لاملونه چه د پولیو په  پروګرام کی خنډونه رامنځ ته کوی.

اوږده سرحدونه او هغه مشکلات چه د سرحداتو په کنټرول کی رامنځ ته کیږی بل خصوص د ګاونډی هیواد لکه پاکستان سره چه هره ورځ  په زرګونه خلک د پولی دواړر خواوو ته تګ او راتګ کوی چه د ویروس د انتفال لپاره زمینه برابروی.

د هیواد په بعضی حوزو کی لکه سهیل ،سهیل ختځ او ختیځ کی خرابه امنتی حالت ددی لامل شوی دی چی په زیاته اندازه تر پنځو کالو کم ماشومان د پولیو د واکسین څخه پاتی شی.

 

د هیواد په لیری پرتو سیمو کی د نفوس ګن شتون ، جغرافیوی او موسمی خنډونه هم د پولیو د منځه وړلود پروګرام په پر مختګ کی خنډ واقع شوی دی.

 

د سواد ، ټولنیز، اقتصادی پیاوړتیا د سطحی ټیټوالی خصوصا د هیواد په لیری پرتو سیمو کی چی د ټول نفوس ۷۵٪ جوړه وی هم یو لامل بلل کیږی.

 

د شخصی او محیطی حفظ الصحه بد حالت او پاکو اوبوته نه لاس رسی هم  د ناروغی په انتقال کی مهم رول لری.

مهاجرتونه ، په هیواد کی ګرځنده نفوس او هغه وګړی چی د داخلی نارامیو له سببه له یو ځای څخه بل ځای ته کډ کیږی هم د ویرس په انتقال کی د هیواد هغه سیمو ته چی د پولیو د مرض څخه پاکی دی مهم رول لری.

نتیجه ګیری:

د پولیو د لمنځه وړلو نوښت یو ملی تعهد دی چی په دی مرحله کی د پولیو د ویرس د لمنځه وړلو لپاره د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان او د افغانستان د ټولو داخلی دولتی ادارو ګدو هلو ځلو ته ضرورت لیدل کیږی.

زمونږ غوښتنی د وزیرانو د کابینی  د محترمی شورا څخه په لاندی ډول دی.

 لکه څرنګه چی د پولیو د ویرس شتون د افغانستان او پاکستان ګډه ستونزه ده. د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ګډی همکاری او هلی ځلی د پولیو د اخری ویرس په له منځه  وړلوکی ډیر اهمیت لری.

نو له دی امله مونږ وړاندیز کووچی نوموړی مسله د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په کچه مطرح شی.

- د حج او اوقافو محترم وزارت دنده لری چی د عامه پوهاوی د کچی په لوړوالی کی  د مسجدونو د ملا امامانو ، د ټولنی مخورو او مذهبی مشرانو د لاری خصوصا د جمعی په لمونځونو کی مهمه ونډه واخلی.  

- د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د  خلکو دعامه پوهاوی د کچی په لوړوالی کی د صوتی ، تصویری او چاپی رسینو له لاری خصوصا د هیواد په سهیل حوزه کی  خپلی کړنی زیاتی کړی.

د کلیو او پراختیا محترم وزارت دنده لری چی د پروګرم په پلی کولوکی د خپلو انکشافی کمیتو له لاری

د ټولنی په کچه او ملی پروګرامونو کی مرسته وکړی.

- د پوهنی محترم وزارت دنده لری چی  د خپلو شته شبکو لکه مکتبونه ، د محترمو استادانو په فعاله ونډه اخیستنه سره د پولیو د ملی ورځو په کمپاین کی  د مکتب ټول شاګردان وهڅوی تر څو هغوی خپلو کورنیو ته دا پیغام ورسوی.

د نړیوالی روغتیا یی ټولنی د پریکړی په اساس د عامی روغتیا وزارت په یو پلان باندی کار کوی چه د پولیو پروګرام د عامی روعتیا د بیړنی  حالت په توګه یی اعلان کړو.

ددی حالت د تایید وروسته ټولی دولتی اداری د پو لیو د په لمنځه وړلو پروګرام کی به  مهمه ونډه ولری.

د نوموړی پلان په تطبیق کی به  جدی پاملرنه خصوصا د هیواد په متضرره سیمو کی په نظر کی ونیول شی چی د پروګرام پرمختګ د ملی تعریف شوی معیارونو په اساس په میاشتنی ډول تعقیب  کیږی.

نو ددی څخه  معلومیږی چی د پولیو د لمنځه وړلو نوښت د ټولو سکتورنو یو ملی مسولیت بلل کیږی.

 

د عامی روغتیا وزارت په نظر کی لری چی د پولیو د لمنځه وړلو نوښت لاسته رواړنو او ننکوننو راپور په دری میاشتنی ډول د محترم جلا التماب ولسمشر محترم دفتر ته وړاندی کړی او منظمه توګه یی د وزیرانو د کابینی  د محترمی شورا وړاندی کړی .