دعامې روغتیا وزارت د پالیسي او پلان معين په افغانستان کې د اغان خان بنسټ دروغتياڅانګې مسؤل سره ليدنه وکړه
د پالیسي او پلان معين پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل په افغانستان کې د اغا خان بنسټ د روغتيا څانګې مسؤل ډاکټر نصر الله اوریا سره د اغا خان بنسټ د روغتيا برخې د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ناسته وکړه په. دا په داسې حال کې چې د پالیسي او پلان معینیت مشاورینو، د پالیسي او پلان عمومي ریاست ، PMO او GCMU نمایندګانو هم شتون درلود .
په پيل کې ډاکټر اوریا د تیر پنځه کلن ستراتیژیک پلان د لاسته راوړنو او ستونزو په هکله معلومات ښاغلي نورمل سره شریک کړل.
د پالیسي او پلان معين پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل وویل چې د اغاخان بنیاد د روغتيا څانګې راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان باید د عامې روغتیا وزارت د پالیسي، ستراتیژي اولویتونو په نظر کې نیولو سره ترتیب او عملي شي.
خصوصأ د نرسنګ او قابلګي پروګرام د کریکولوم ښه والي او لیسانس تر کچي لوړوالی، د اکمال تخصص پروګرام د کریکولم بهتروالی ، د تیلي میډیسن خدماتو پراختیا او د عامې روغتیا وزارت د کارمندانو لپاره منځمهال او اوږد مهاله ټریننګونه په نظر کې ونیول شي، په عین حال کې هغه کارونه چې په تیر پلان کې موجود وه. (Food Fortification, Establishment of E Health Center at MOPH) اما د بعضي ستونزو له کبله ندي عملي شوي باید په راتلونکې پلان کې شامل او تطبیق شي. تر څو د روغتيا په برخه کې ښي لاسته راوړنې ولري.
په پاى کې د پالیسی او پلان معين د اغان بنسټ له همکاریو مننه وکړه. او ډآډ يي ورکړ چې ستاسو همکارى به زموږ روغتيايي فعاليتونه لاهم بياوړي کړي.