دکندهار ښار او ولسواليو لپاره (۲۳) فرعي روغتیايي مراکز افتتاح اوکټي اخستني ته وسپارل سول
مراسم نن پنج شنبه دروان کال ۲۰ نیټه د ډائي روغتیايي مرکزکي دجناب والي صاحب حیات الله حیات ، دعامي روغتیا ریاست رهبري، د باران موسسه استازو ، دامان ولسوالي ولسوال ، قومي مشرانو اویوشمیر ورغتیاپالانو ګډون کړي وه رسماٌ افتتاح اوکټي اخستني ته وسپارل سول .
یاد مراکز د(۱.۷۲۲۲۳۹) امریکايي ډالرو په لګښت جوړ اوکټي اخستني ته وسپارل سول .پدي فرعي روغتیايي مراکزوکي به دموراوماشوم ، واکسین ، سراپا ناروغانو لپاره روغتیايي خدمات ترسره سي دیادفرعي روغتیايي مراکزوپه جوړیدو سره دسیمي اوسیدونکوخوښي وښوده او دسیمي داوسیدونکوڅخه وغوښتل سول چه دروغتیايي مراکزو په ساتنه کي فعاله ونډه واخلي .