په لوګر کی د تاریخ تیره، بی کیفیته او ممنوعه درملو او خوراکی توکود راټولو سرتاسری کمپاین او نظارت پیل شو
یاد کمپاین چی دلوګر ولایت دعامی روغتیا ریاست په نوښت او د ګډی کميتی له لوری چی په کی د ولایت مقام ، ملی امنیت ،امنیه قومندانی ، ښاروالی ، چاپیرال ساتنی ریاست، زراعت ریاست او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی ګډون لری پیل شو
یاد کمپاین چی د دوه ټیمونو په واسطه په مخ وړل کیږی موخه یی د تاریخ تیره، بی کیفیته او ممنوعه درملو او خوارکی توکو را جمع کول او د چاپیرال ساتنی او روغتیا په اړه دعامی روغتیا ریاست له لوری دلازمی لارښونواو سپارښتونو ورکول دی
دا کمپاین له مرکز پل علم څخه پیل او لړی به یی دلوګر ولایت ولسوالیو ته وغځیږی او په دوامداره توګه به یی حمایوی نظارت ترسره کیږی.