د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب په تړاو ناسته ترسره شوه

Panah_moph
Thu, May 07 2020 2:38 PM
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب په تړاو ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت دعامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب او همدارنگه په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مبارزی په تړاو ناسته ترسره کړه .
د عامې روغتیا د روغتیایي خدمتونو معین ډاکتر وحید مجروح په دغې ناسته کې د کارکوونکو د قدرداني او مننې ترڅنګ وویل چې : د تول هیواد په کچه د روغتیایی کارکوونکو غوندیتوب په بیا په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې له کرونا سره د مبارزې مهم پړاو ده د عامې روغتیا وزارت د اساسی دندو څخه ده .
معین مجروح د افغان جاپان روغتون په تړاو چې تیره شپه په کرونا ویروس د اخته شوي یو کس د پایوازانو لخوا ددغه روغتون ځینی ډاکتران وهل او ټکوول شوي وو؛ وویل ، چې تیره ورځ مونږ د روغتیایی کارکوونکو په وړاندې د یوې بدې او نه بښونکې فاجعې شاهدان وو، هغه کارمندان چې حتی خپلو کورنیو څخه لری تښتی .
ډاکتر مجروح ددغه بد عمل په غندلو سره وویل : عامی روغتیا وزارت هیڅکله د خپلو کارکوونکو په وړاندې دغه ډول بد رفتاري نه مني، او له امنیتي ارگانونو څخه په ټولو سیمو کې د خپلو کارکوونکو په ځانگړي ډول د کرونا په وړاندې د مبارزې د کارکوونکو د ساتنې غوښتنه کوو•
همدارنگه د افغاستان د طبي شورا معاون ډاکتر اقبال امان د دغې پیښی د غندنې او غمشریکي ترڅنگ وویل : مونژ په داسې شرایطو کې قرار لرو چې تول هیوادوال باید له روغتیایي کارکونکو سره همکار وي، او په داسې شرایطو کې د روغتیایي کارکوونکو وهل ټکول ډیر متآثر عمل دې او دغه ډول عمل طبي شورا او عامې روغتیا وزارت ته منلو نده. او دغه عمل به د امنیتي ارگانونو لخوا و څیړل شې.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۱ مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دې سره په ټول هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیر ۳۵۶۳ تنو ته ورسید. چې له دې ډلې څخه ۴۶۸ تنه روغ شوي او ۱۰۶ تنه بدبختانه زموږ ګران هيوادوال مړه شوي دي.

Latest news

Sat, Apr 06 2024 1:59 PM
Background image

The provincial hospital of Samangan province has successfully activates a base chlorine production machine

The provincial hospital of Samangan province has successfully installed and activated a base chlorine production machine known as the Maxi-Wata device Sodium hypochlorite. This machine,. . .

Sat, Apr 06 2024 1:48 PM
Background image

A donation comprising a substantial quantity of medicine provides to Balkhi Regional by World Health Organization

A donation comprising a substantial quantity of medicine and state-of-the-art medical equipment was graciously provided to Abu Ali Sina Balkhi Regional and Teaching Hospital by the. . .

BACK TO NEWS