د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیدل

Panah_moph
Mon, Sep 14 2020 3:17 PM
راه اندازی کمپاين واکسین فلج اطفال در 20 ولایت کشور

په افغانستان کي د پولیو واکسین کمپاینونه دکرونا ناروغي له ناورین ورسته بیرته پیل شوي چې په ترڅ کي يې نیږدې لس میلیونه تر پنځه کالو کم عمره ماشومان له واکسین څخه بې برخي او د ګوزڼ له ګواښ سره مخ وو. په دې ترڅ کي د پولیو واکسین فرعی کمپاین د سنبلې میاشتي له ۲۴ څخه تر ۲۸مي نیټې پوري د هیواد د ختیځي، لویدیزي، جنوبي، مرکزي او شمال ختیځي حوزو په شلو ولایتونو کي پلان شوی چې په ترڅ کي به یې ۶،۱ میلیون ترپنځه کالو کم عمره ماشومان واکسین کړل شي.

د کرونا ناروغۍ رامنځته کیدل او په چټکي سره په ټول هیواد کي خپریدل د پولیو واکسین د کمپاینونو په شمول ټول صحي خدمات اغیزمن کړل او د واکسین کمپاینونه د فیبروري میاشتي څخه نیولي د جولای تر میاشتي پوري د کرونا ناروغي د خپریدو دمخنیوي په خاطروځنډول شول. په روان کال کي تراوسه ۴۶ د پولیو پيښي رامنځته شوي چې ۳۲ يې په جنوبي حوزه کي رامنځته شوي چې ډیری یې له هغو سیمو څخه دي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی او باقي پيښي یې د هیواد له داسي سیمو راپورشوي چې په پخوا کي له دې ناروغۍ پاکي وې.

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وايي، « موږ اجازه نشو ورکولای چې ګوزڼ یا پولیو د ماشومانو ژوند ورتباه کړي. د افغانستان حکومت د کرونا ناروغي د خپریدو د خطر په نظر کي نیولو سره د ټولو احتیاطی تدابیرو په نظر کي نیولو سره د واکسین کمپاین د ترسره کیدو اجازه ورکړه ترڅو ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورل شي. زه له ټولو والدینو څخه هیله لرم چې د واکسین کارکوونکو ته په خلاصه غیږ هرکلی ووايي او خپل ماشومان واکسین کړي. د افغانستان راتلونکی په دې پوري تړلی چې څنګه موږ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندي د واکسین کولو سره ژغورو» .

هرماشوم په هره دوره کي واکسینول په هیواد کي د پولیو ناروغي د اوسني خپریدود درولو یواځينۍ لار ده. د پولیو پروګرام د کرونا ناروغي د خپریدو د خطر په نظر کي نیولو سره ټولو کارکونکو ته محافظتی توکي ورکړي ترڅو د کرونا د خپریدو له خطره مخنیوی وشي او هم د پولیو واکسین کمپاینونه تطبیق کړل شي.

د روغتیا د نړیوالی اداری استازی ډاکټر ریچارت پیپرکارن وایي څرنګه چې د پولیو کارکوونکو د کوید۱۹ دبیړنی حالت له پیل څخه د دغه پاندمۍ په وړاندی مبارزه کې مرسته کړی ده ځکه خو هغوی د انتان د مخنیوی او کنترول په برخه کې په هراړخیز ډول زدکړې ترلاسه کړي دي. په همدی دلیل د پولیو پروګرام اماده دی چې ډیر ژر او په مصون ډول د پولیو واکسین کامپاین بیا پیل کړي. له کومه ځایه چې د کوید۱۹ پای لا معلوم ندی، مهمه داده چې د واکسین فعالیتونه او نور اساسی روغتیایی چوپړ بیرته پیل او پیاوړې شې تر څو یو ناورین د بل ناورین د رامنځته کولو پیلامه نشي.

د یونیسیف افغانستان عمومي ریئس ډاکټر ابوبکر کامپو وایي « دا ډیره اړینه ده چي افغان ماشومان د پولیو په څیر د مخنیوي وړ ناروغيو په وړاندې خوندي کړل شي. موږ د ټولو کاري همکارانو په ښکیلولو باید له ټولو ممکنو تګلارو کارواخلو تر څو هر ماشوم ته ځان ورسوو او له دې ساري ناروغۍ څخه ځان خلاص کړو»

د افغانستان حکومت، نړیوال روغتیایی سازمان، یونیسیف او د پروګرام تمویلونکي په دې صلاح دي چې ټولي هڅي باید په ګډه سره متمرکزي کړل شي ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسول شي.

Latest news

Wed, Feb 12 2020 3:24 PM
Background image

MoPH held an emergency meeting with international health partners to fight against the spread and control of COVID-19

Today MoPH conduct an emergency meeting regarding the prevention, spread and control of COVID-19 in Afghanistan and called on international partners for cooperation.

Minister of Public. . .

Tue, May 28 2019 12:50 PM
Background image

The Minister of Public Health of Afghanistan becomes a member of GAVI Alliance Board of Directors

As a member he will be representing the Developing Countries Constituency on the GAVI Alliance Board. Congratulations to all.

It is a great honor for Afghanistan.

Sat, Dec 29 2018 4:01 PM
Background image

20th polio Case Reported in Afghanistan marking highest number of cases since 2015

Kabul, 28 November 2018– Another new polio case has been reported from Shaheed-e-Hassas district of Urozgan province, a 3-year-old boy is now permanently paralyzed by the poliovirus.. . .

BACK TO NEWS