د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

Panah_moph
Sun, Oct 25 2020 4:20 PM
د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د (Cord aid) روغتیایي دفتر، د افغان پراختیایي موسسې استازو او نورو څانګو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو او ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لا ډېر لاسرسي په پار د سهیلا صدیق په تالار کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر په هغه غونډه کې چې په دې مناسبت جوړه شوې وه وویل: "موږ په هېواد کې د روغتیا سکتور د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو او د بودجې د زیاتوالي په پار هڅه کوؤ، تر څو د ناروغانو لپاره په هېواد کې د درملنې لپاره زمینه برابره کړو له حکومت څخه غواړو چې د هېواد د روغتیا په برخه کې د پانګونې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

ډاکټر قدیر زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي هغه ناروغان چې د درملنې لپاره له هېواد څخه بهرته سفر کوي د دوی لپاره د هېواد دننه د درملنې برخه کې لا ډېر فرصتونه رامینځته کړو په دې برخه کې ډېر کار شوئ دی.

همدارنګه د مالي او اداري معنیت سرپرست د (Cord aid) دفتر او ځینې نورو انجوګانو کړنې چې د عامې روغتیا وزارت سره یې د ملي بودجې، د بشري سرچینو په ترلاسه کولو کې د فرصتونو برابرول او روغتیایي خدمتونو ته د اړمنو لا ډېر لاسرسي او همکارۍ په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې (Cord aid) دفتر د افغان روغتیایي او پراختیایي موسسې په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت سره د غوښتنو، عامه پوهاوی، د بشري سرچینو ترلاسه کول، د یو شفاف او ځواب ویونکي سیستم جوړول، د عادلانه او با کیفیته روغتیايي خدمتونو برخه کې همکاري کوي چې نن وروسته له یوکال څخه یې یو کلنه کاري دوره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Apr 06 2024 1:59 PM
Background image

The provincial hospital of Samangan province has successfully activates a base chlorine production machine

The provincial hospital of Samangan province has successfully installed and activated a base chlorine production machine known as the Maxi-Wata device Sodium hypochlorite. This machine,. . .

Sat, Apr 06 2024 1:48 PM
Background image

A donation comprising a substantial quantity of medicine provides to Balkhi Regional by World Health Organization

A donation comprising a substantial quantity of medicine and state-of-the-art medical equipment was graciously provided to Abu Ali Sina Balkhi Regional and Teaching Hospital by the. . .

BACK TO NEWS