د کورونا ویروس د دویمې څپې پېښې مخ په کمېدو دي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې په هېواد کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له کمېدو خبر ورکړ.
ډاکټر مجروح د کورونا ویروس د دویمې څپې اوج تر نهه څلوېښتمې اونۍ یاد کړ او وویل: چې نهه څلوېښتمې اوونۍ وروسته، اوس چې موږ په درې پنځوسمې اونۍ کې یو، د کورونا ویروس د دویمې څپې پېښې کمې شوې دي.
هغه همدارنګه وویل: چې د کورونا ویروس دویمې څپې کمېدل په هېواد کې د دې ویروس د له مینځه تلو په معنا نه ده که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي ممکن درېیمه څپه خپره شي، نوموړي له خلکو وغوښتل چې ټولنیز واټن، ماسک اغوستل او خپل لاسونه ومینځي، کوم چې د کورونا ویروس په مخنیوي کې مؤثر دي په جدي ډول دې پلي کړي.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې په یاد ویروس د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې د روغتیایي کار کونکو له هڅو او کړنو ستاینه وکړه.
دغه راز ډاکټر مجروح وویل: "د کورونا ویروس لومړۍ څپه د روغتیا سکټور لپاره لویه تجربه وه، چې خوشبختانه د محدود سرچینو په درلودو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام په قوي ملاتړ موږ وتوانېدو چې له دې بحران نه په بریالیتوب سره تېر شو او د لومړۍ څپې له تجربې څخه په ګټې اخیستنې موږ په دویمه څپه کې لږ زیان درلود.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د کورونا ویروس نوې بڼې له خپرېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د کورونا ویروس دویمه بڼه ګاونډیو هېوادونو کې خپره شوې ده او د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې لازم اقدامات نیولي دي.
ډاکټر مجروح په ولایتونو کې د کورونا ویروس د ازمایښت لابراتوارونو زیاتولو ته په اشاره وویل چې موږ په دې هڅه کې یو تر څو په ولایتونو کې د کورونا ویروس لابراتوارونه زیات کړو.
هغه په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو باندې هم ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې د روغتونونو د بدلون برنامه د پلي کېدو په حال کې ده او د روغتونونو په خدمتونو کې د بدلون راوستل د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام یوه مهمه غوښتنه ده.