د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې په پار د روغتیایي ادارو د کړنو څرنګوالی وارزول شو

Panah_moph
Tue, Jun 08 2021 4:24 PM
د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې په پار د روغتیایي ادارو د کړنو څرنګوالی وارزول شو

سه شنبه، غبرګولی ۱۸/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي ادارو د کړنو څرنګوالی وارزؤ.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د تخنیکي کمېټو مسؤولینو خپلې کړنې او ننګونې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا ویروس درېیمې څپې پروړاندې مبارزه کې د روغتیايي پرسونل کړنو د بیاکتنې سربېره د مرکز او ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د اړتیاوؤ د ژر تر ژره لاسرسي په پار کمېټې وټاکلې.

ډاکترمجروح د دې ناستې په دوام، په لسو ولایتونو کې د اکسیجن پلنټ دستګاه وو د نصب چې جدي اړتیا ورته لري، په ولایتونو کې په کورونا ویروس د اخته کسانو پر وخت معلوماتو وړاندې کولو، د ګړندي پي سي آر ټېسټونو زیاتول، د خصوصي لابراتوارنو څخه څارنه، د کورونا په برخه کې د تجربه لرونکو کسانو ګمارنه، د آر آر ټي ټیمونو ټاکل او د ټولو ولایتونو لپاره د وي ټي سي ضرورتونو د برابرولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

سربېره پردې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ولایتي روغتیایي مرکزونو ته د درملو په رسولو او د اکسیجن کمبود په له منځه وړلو ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Mar 26 2024 1:11 PM
Background image

Ministry of Public Health recently convenes a crucial meeting aimed at reforming the Jumhoriyat Hospital

The Department of Planning and Policy within the esteemed Ministry of Public Health recently convened a crucial meeting aimed at reforming the Jumhoriyat Hospital.

Present at this. . .

Tue, Mar 26 2024 12:51 PM
Background image

Ministry of Public Health, convenes a significant meeting with the officials of the Afghanistan Reconstruction Foundation

Esteemed Mawlawi Abdul Wali Haqqani, the distinguished Assistant of Health Services Supply of the Ministry of Public Health, convened a significant meeting with the officials of the. . .

BACK TO NEWS